د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بې تعلیمه ستنېدونکی افغان کډوال به د وطن څه خدمت وکړي'


د اکوړې خټک کډوالو کیمپ یو مشر حاجي یعقوب مشال راډیو ته وویل، د نورو کډوالو غوندې له نړیوالې ټولنې غواړي چې نه یوازې د ماشومانو د تعلیم مسله یې هواره کړل شي بلکې د روزګار لارې ورته هم جوړې کړل شي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د قامي سلامتیا او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د ملګرو ملتونو کډوالو څانګې له های کمیشنر انتونیو ګویټېرس سره د افغان کډوالو په خپله خوښه خپل هېواد ته پر ستنېدلو غږېدلي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر یوه خبرپاڼه وايي، د م.م له استازي سره د لیدو پر مهال ښاغلي عزیز دا وړاندیز هم وکړ چې د ملګرو ملتونو کډوالو نړیواله ادارې دې د نړیوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ژوند حالات سازګار کړي چې دا به د افغان کډوالو په ستنولو کې لویه مرسته ثابته شي.

خبرپاڼه زیاتوي دواړو مشرانو دا ضرورت احساس کړ، چې مرستندویه ادارې دې په افغانستان کې د کډوالو بیاپرځایولو لپاره خپلې مرستې وړاندې کړي.

د م.م کډوالو ادارې های کمیشنر انتونیو ګویتېرس
د م.م کډوالو ادارې های کمیشنر انتونیو ګویتېرس

پاکستان ته د ملګرو ملتونو کډوالو څانګې های کمیشنر انتونیو ګویتېرس درې ورځني سفر په اړه په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې ویاندې دنیا اسلم خان مشال راډیو ته وویل، د دې دورې مقصد په پاکستان کې مېشتافغان کډوالو لپاره د یوې داسې منصوبې کړنلاره جوړول دي چې هغوی خپل وطن ته ستانه شي.

«له پنځویشت کلونو راهیسي دا مسله د پخوا غوندې هم هغسې ده. افغانستان دویم ملک دې چې په لوی شمېر کډوال یې له هېواده بهر دي. نو په دې سفر کې به هغه خبرې کیږي، چې های کمیشنر په مې میاشت کې له افغان ولسمشر سره کړې وې او اوس غواړې چې پر کومو مسلو یې د افغانستان له حکومت سره خبرې شوې وي، هغه خبرې د پاکستان له حکومت سره هم وکړې. او دواړه ملکونه په یو داسي کړنلاره «حکمتعملي» راضي کړي چې هغه د ټولو لپاره ګټه وره وي»

د اکوړه خټک د کډوالو د کیمپ یو مشر حاجي یعقوب مشال راډیو ته وویل چې هغه د نورو کډوالو غوندې له نړیوالې ټولنې غواړي چې نه یوازې د ماشومانو تعلیم مسله هواره کړل شي بلکې د روزګار لارې ورتههم جوړې کړل شي.

«زموږ د خلکو کاروبار نشته، ژوند مو ښه نه دی، د سکولونو انتظام مو نشته، د کاروبار انتظام مو نشته او که موږ ستانه شو نو هلته به څه کوو. موږ خواهش لرو چې د پاکستان حکومت او که هغه د افغانستان حکومت دې موږ ته دې بندوبست وکړې نو بیا موږ خپلې خاورې او سیمو ته تلل غواړو»

له مشال راډیو سره په خبرو کې دنیا اسلم خان زیاته کړه چې افغان کډوالو لپاره د فنډ په اړه د ملګرو ملتونو کډوالو څانګې های کمشنر به په اسلام اباد کې له غیر ملکي سفیرانو سره هم ملاقات کوي.

د دې په وینا چې په پنځلس لاکه افغان کډوالو کې شا و خوا ۷۰ فیصده ماشومان او هغه خلک دي چې عمرونه یې تر دېرشو کالو ټیټ دي نو د دې فنډ د ټولولو مقصد هم دا دی چې په تعلیم او هنر یې ولګوو..

«کله چې موږ افغانستان ته د ستنېدو خبره کوو نو موږ ته پکار ده، داسي خلک افغانستان ته ستانه شي چې د خپل هېواد په پرمختګ کې کردار ادا کړي، نو چې کوم فنډ موږ ته ترلاسه کیږي نو هغه به پاکستان او افغانستان دواړو کې د تعلیم او روزګار لپاره استعمالېږي»

د ملګرو ملتونو کډوالو څانګې های کمیشنر به په خپله دوره کې د سیفران وزیر او امکان دی چې د پاکستان وزیراعظم سره هم ملاقات وکړي.

نوموړې به د دې نه د افغان کډوالو مشرانو سره هم په پیښور کې ملاقات کوي.

XS
SM
MD
LG