د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د مدني حرکتونو په پلمه دې یو شمېر کسان شخصي ګټې نه کوي"


د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ګڼو مخورو او قومي مشرانو له ځايي ادارې وغوښتل، تر څو د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو له پاره په پرله پسې توګه مرکزي حکومت ته شکایتونه کوي، لاریونونه ترسره کوي او ځني وخت قومي مشکلاتو ته لمن وهي.

د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ګڼو مخورو او قومي مشرانو له ځايي ادارې وغوښتل، تر څو د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو له پاره په پرله پسې توګه مرکزي حکومت ته شکایتونه کوي، لاریونونه ترسره کوي او ځني وخت قومي مشکلاتو ته لمن وهي.

دوی یادې غوښتنې نن د پنجشنبې پر ورځ د پکتیکا د ولایتي چارواکو او نورو مهمو ځايي مسوولینو سره په ګډه ناسته کې وکړې.

د پکتیکا یو تن قومي مشر قوماندان رفیق وویل، چې په دې ولایت کې څو کسان د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب له پاره د ځايي ادارې په ځینو مسوولینو، قومي مشرانو او نورو مطرحو ټولنیزو شخصیتونو پسې بد رد وايي:

((دا ځنې خلک د خپلو شخصي ګټو له پاره کله ښاروال نه غواړي، کله رسنۍ نه غواړي، کله کابل ته منډې وهي، کله په یوه تور لګوې او کله په بل تور لګوي، کله مشران په دې نوم بدناموي چې دا په یو چا پورې تړلي مشران دي، نو زموږ جدي غوښتنه د ولایت له مقامه، له قضايي ادارو، چې نور په راتلونکې کې د داسو خلکو مخه ونیسي.))

د غونډې یو شمېر ګډونوالو ټېنګار وکړ، چې حکومت باید له دې وروسته د هغو کسانو په اړه بې تفاوته پاته نشي، چې د مدني او قانوني ازادیو نه د نورو خلکو د ازادیو د سلبولو په لاره کې ګټه پورته کوي.

د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د موضوع په تړاو په خپلو خبرو کې لاریونونه، د نظر څرګندول، په ازادانه ډول د استازي او سیاسي لارې انتخاب د ټولنې د افرادو حق وباله، خو ويې ویل چې بې ځایه د چا تخریبول، بد رد ویل، بې شواهدو او مدارکو چاته د تحقیرونکو کلیماتو استعمال دا د قانون د مفاداتو سره په ټکر کې دي.

عطاالله فضلي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د قانوني ازادیو څخه په استفادې د نورو د ازادیو د سلبولو او تحقیرولو اجازه به چاته ورنکړي:

د افغانستان په اساسي او نورو فرعي قوانینو کې ددرستو افغانانو حق وباله، خو یادونه يې وکړه، چې دا حق هم څوک نه لري، چې :

((هر څوک کولای شي، خپل غږ اوچت کړي خو باید هغه خپل شرایط په نظر کې ونیسي، یانې تخریبي اعمال په کې نه وي، په زوره څوک په کې را نه ایستل شي، یانې په اینده کې موږ چاته د داسو مظاهرو اجازه نه ورکوو، چې د شخصي ګټو له پاره وي، یا د ښار تړل وي، یا نظم ورسره خرابیږي، یا د نورو خلکو لاسونه په کې وي.))

دغو قومي مشرانو د غونډي په پای کې یو ۱۳ ماده ییز پریکړه لیک هم صادر کړ، په پریکړه لیک کې راغلي، چې یو شمېر خلک غواړي، د غیر قانوني فشار د واردولو له لارې ځني حکومتي رئیسانو باندې خپلې شخصي غوښتنې تحمیل کړي، چې دا کار پر حکومت د خلکو د باور د زیانمنیدو لامل ګرځي، همدارنګه په دې کار سره د قانون د تطبیق او د یوې ښې او شفافې حکومتوالۍ د منځته راتګ مخه هم نیول کیږي.

داپه داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندې د دې ولایت یو شمیر مشرانو د پکتیکا ښاروال هم په اداري فساد تورن کړی وو او د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کی یې د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG