د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ګوادر- کاشغر لویدیزې لارې بجټ دې ډېر کړل شي'


د نهې په ورځ د اې اين پي غړو د اقتصادي راهدارۍ پروژې د لويديزې لارې لپاره په بجټ کې د کم فنډ بېلولو په اړه د سېنېټ له غونډې شلون «واک اوټ«هم کړی وو.

عوامي نيشنل ګوند د سينټ غړو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ پروژې دلوېديزې لارې لپاره په بجټ كې د ځانګړي شوي فنډ پیسې دې زياتې کړل شي.

د عوامي نيشنل ګوند سېنېټرې ستاره اياز مشال ريډيو ته وويل چې نن «شورو ورځ» یې د سېنېټ غونډې ته په خپله وينا کې ويلي دي چې حکومت دې دپاکستان چين اقتصادي راهدارۍ په اړهله عوامي نيشنل ګوند سره کړې ژمنې ترسره کول نه غواړي او دغه وجه ده چې په بجټ کې یې د دې پروژې لپاره ډيرې کمې پيسې ځانګړې کړې دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د عوامي نيشنل ګوند ویاند زاهد خان وينا وه، نواز شريف ورسره وعده کړې وه چې نه صرف په زړه نقشه به کار کېږي بلکې د سږني کال په بجټ کې به ورته پيسې هم ایږدي خو حکومت له کړې ژمنې په دې ډول انکاري شو چې په بجټ کې يي ورته پيسې بيلې نکړې او دغه وجه ده چې تېره ورځ یې د ګوند غړو نه یوازې د سېنېټ له اجلاسه واک اوټ وکړو بلکې په راتلونکې کې به په احتجاج هم لاس پورې کوي.

د يادونې ده چې د تيرې جمعې په مازيګر په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړل شوي بجټ کې حکومت د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ پروګرام لړ کې د اسلام آباد ډېره اسماعيل خان سړک لپاره د زمکې اخیستو او تېکنيکي مطالعې په خاطر ١٠ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

د پاکستان تحريک انصاف سېنېټر نعمان وزير خټک هم له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل «چې ده هم په سينټ کې پر بجټ د بحث دوران په دې اعتراض وکړو چې ٨٠ فيصده پيسې د مشرقي لارې روټ لپاره اېښودل شوې دي او صرف ٢٠ فيصده له خيبر پښتونخوا او بلوچستان کوټې څخه تېرېدونکو لارو لپاره اېښودل شوې دي حکومت موږ سره وعده کړې وه چې په زړه نقشه کې به څه قسمه بدلون نه کوي نو پکار ده چې خپله وعده پوره کړي او د دې لارې لپاره زياتې پيسې مختص کړي.

د يادونې ده چې د روان کال په اپرېل مياشت کې د چين صدر شي جینپینګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې قريبا د ٤٦ اربه ډالرو ماليت د سړکونو، رېل، ټېلي کام، ګوادر بندر او د توانايي پر يو شمېر معاهدو لاسليک کړی وو.

XS
SM
MD
LG