د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اوبو کمی د پرمختیايي هېوادونو ستره ستونزه ده'


تاجکستان: تاجک ولسمشر امام علي رحمانوف په دوشنبه کې 'اوبله د ژوند لپاره' کنفرانس کې وینا کوي.
تاجکستان: تاجک ولسمشر امام علي رحمانوف په دوشنبه کې 'اوبله د ژوند لپاره' کنفرانس کې وینا کوي.

'اوبه د ژوند لپاره' د دوشنبې جهاني کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو عمومي سیكرېټري بان کي مون او د اړوندو نړيوالو او سيمه ايزو ادارو استازي هم ګډون وکړي.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ويلي دي چې د بې وزلۍ نابودول، خوړو او انرژۍ د خوندیتوب لپاره اوبه زښته ډېر ارزښت لري. نوموړي وویل، په نړيواله کچه د اوبو غوښتنه ډېره شوې ده، نو په سمه توګه کارولو ته یې باید پام ورواړو.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې نن « نهې ورځ»د (اوبه د ژوند) تر سرلاندې پیل شوي نړيوال کنفرانس ته په خپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې کرهڼه زښته زیات ارزښت لري او په راتلونکې وخت کې به د اوبو کمې د پرمختیايي هېوادونو يوه لویه ستونزه وي، او په دې لړ کې باید خپلمنځۍ مرستې زیاتې شي.

د وزيراعظم وينا وه: «اوبه زموږ د بقا لپاره ډيرې ضروري دي نو موږ ته د اوبو اغېزمنې کارونې ته پام اړول پکار دی. تر ٢٠٢٥ کاله به د اوبو غوښته څلوېښت (٤٠) فيصده ډېره شي او د نړۍ لویه برخه وګړي به د اوبو له کمي سره مخامخ شي نو دا کنفرنس د دې خبرې يادونه کوي چې د اوبو کمي پریو سترې ننګونې قابو موندل لا پاتې دي.

د يادونې ده چې په کنفرانس کې د ملګرو ملتونو عمومي سیكرېټري بان کي مون او د اړوندو نړيوالو او سيمه ايزو ادارو استازي هم ګډون وکړي.

د وزيراعظم نواز شريف د تاجکستان دورې د مصروفياتو پحقله د وزيراعظم هاوس يو چارواکي خواجه معاذ طارق مشال ريډيو ته وويل چې وزيراعظم نواز شريف به د خپلې دورې پرمهال د تاجكستان ولسمشر امام علي رحمان سره هم ویني چې پکې به د انرژۍ، اوبو، برېښنا او مواصلاتو پر چارو د خپلمينځيو مرستو علاوه په نړيوالو او سيمه ايزو چارو هم وغږېږي.

د يادونې ده چې وزيراعظم نواز شريف ته د دې دوه ورځنۍ دورې بلنه د تاجكستان وزيراعظم قاهر رسول زاده وركړې وه. له وزيراعظم سره په پلاوي کې د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف پرته ځانګړی مرستیال طارق فاطمي هم ګډون لري.

XS
SM
MD
LG