د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ایوبخېلو پل جوړ شو


constriction of Aioubkhil Bridge in Khost.09-06-2015
constriction of Aioubkhil Bridge in Khost.09-06-2015

د سېشنبې پر ورځ د خوست د لکڼو د سیمې د ایوبخېلو د خوړ پر سر لوی پل له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، یاد پل چې اتیا متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري، د نړیوال بانک له خوا د څه د پاسه ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت په نهو میاشتو کې جوړ شوی دی.

د سېشنبې پر ورځ د خوست د لکڼو د سیمې د ایوبخېلو د خوړ پر سر لوی پل له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، یاد پل چې اتیا متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري، د نړیوال بانک له خوا د څه د پاسه ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت په نهو میاشتو کې جوړ شوی دی.

د ایوبخيلو د پل د جوړولو له لارې به د هغو زرګونو سیمه والو ستونزې حل شوې، چې تر اوسه په باراني موسمونو او د سیلاوونو د راوتلو پر مهال دې سیمو ته په تګ او راتګ کې د ځنډ او ستونزو سره مخامخ کېدل.

خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د ایوبخېلو پل د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته د پل د لګښتونو او نورو مشخصاتو په اړه داسې وویل:

((موږ نن د یوې ډېرې بنسټیزې پروژې پرانېسته وکړه، دا د ایوبخېلو پل دی، اتیا متره يې اوږدوالی دی، اته متره يې سور دی او دا د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوی، څه د پاسه ۴۴ میلیونه افغانۍ په دې لګښت راغلی، په نهو میاشتو کې يې چارې بشپړې شوې، دا ډېره حیاتي پروژه ده او د کلونو کلونو راپدېخوا خلکو ورته انتظار درلوده، د دې پروژې په بشپړیدو سره به تر دې وروسته مسافرین، مریضان، محصلان او شاګردان په تګ او راتګ کې ستونزې ونه لري.))

عبدالواحد پټان د سيمې خلکو ته وویل، چې د خوست له ښاره د ايوبخېلو تر پل پورې درې عشاريه پېنځه کيلومتره غځېدلى سړک چې ځنې برخې يې زیانمې شوې دي په نږدې راتلونکې کې نوولسو مليونو افغانيو په لګښت له سره په اساسي توګه ترميم شي.

د ولايتي شورا استازي قمرعلي لکڼوال په خپلو خبرو کې هیله ښکاره کړه، چې په دې ولایت کې پلي شوي او تر کار لاندې پروژې به د خلکو ستونزې څه نا څه هوارې کړي.

د ایوبخېلو د سیمې یو تن قومي مشر هم وویل، چې پخوا به په باراني موسمونو کې ډیری لوی ګاډي او واړه موټر په خوړ کې بندیدل او ټولو خلکو ته به ډېر تکلیف وو.

د خوشال تسل په نوم یو تن ځوان چې د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې زده کړې کوي او د ایوبخېلو د کلي اوسیدونکی دی، د دې پل اقتصادي ارزښت ته په کتو وویل، د پولي دې اخوا نه ډېری مالونه له همدې لارې خوست او د افغانستان نورو سیمو ته لیږدول کیږي، خو په باراني موسمونو کې مالونه بند پاتې کیږي او دا چې پر وخت بازار ته نه رسیږي، نو سوداګرو ته په کې زیان رسیږي:

((د دې پل په واسطه زموږ تجاران د پاکستان نه افغانستان ته واردات کوي، کله به چې باران راغی، نو تجارانو به چې مال خوست ته ترانسفر کاوه، نو دوی نشوای کولای چې په خپل وخت خوست ته مالونه ولیږدوي، نو د دې پل په جوړولو سره به دا ټولې ستونزې حل شي.))

د یادونې وړ ده د خوست د ډیری سیمو لارې او سړکونه په باراني موسمونو کې د خوړونو او سیلاوونو د راوتلو له امله د یو څه وخت لپاره بندیږي، چې له کبله يې په بیړنیو حالاتو کې ځینې ناروغان پر وخت روغتونونو ته نه رسیږي او یا خلک نشي کولای په موقع او ټاکلي وخت خپلو ځایونو او کارونو ته ځانونه ورسوي.

XS
SM
MD
LG