د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د تښتول شوي چینايي تن ویډیو خپره کړه


هونګ شو ډونګ چې طالبانو یې ویډیو خپره کړه
هونګ شو ډونګ چې طالبانو یې ویډیو خپره کړه

په پاکستان کې د جيش الحديد په نامه يوې وسله والې ډلې د هغه چينايي وګړي ويډيو خپره کړې چې د۲۰۱۴ کال د مئ په ۱۹ تاريخ د ژوب او ډېره اسماعېل پر سړک په درابند سيمه کې تښتول شوی و.

د دغې ډلې وياند سيف الاسد نن مشال راډيو ته له يو نامعلوم ځای څخه د هونګ شو ډانګ په نامه دغه کس ويډيو استولې چې پکې ياد سړی له چينايي حکومت څخه د هغه د خوشي کولو غوښتنه کوي.هونګ شو ډانګ په دې ویډیويي پيغام کې وايي :

« زما مور او پلار ، زما وطن چین ، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته خواست کوم چې زه د طالبانو په ولکه کې یم. دوی یو لړ غوښتنې لري، پاکستان زما د خوشې کولو لپاره هلې ځلې نه کوي. ما اوریدلي چې پاکستان د چین دوست هیواد دی، خو زه داسې نه ګڼم ځکه دوی زما د خلاصون لپاره کوششونه نه کوي. پاکستانیان یوازې د پیسو دوستان دي. زه د خپل وطن ، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه هیله کوم چې د بشري خواخوږۍ له مخې دې زما د خلاصون لپاره ګامونه پورته کړي. »

هونګ شو ډانګ په دې ویډیويي پيغام کې ویریدلی او ترفشار لاندې معلومیږي، دکاغذ له مخې ماته ګوډه انګریزۍ کې وايي طالبانو ورته ویلي که د هغوی غوښتنې وانوریدل شوې نو هغه به ووژل شي.

ویډیو په یوه خټین کور کې ثبت شوې چې د هونګ شوډانګ ترشا پر دیوال د خړ رنګ یوه پرده هم ځړول شوې ده. د ده سره په دې ویډیويي پيغام کې کوم وسله وال کس نه ښکاري.

تر اوسه پورې حکومتي چارواکو او امنيتي ادارو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ياده دي وي چې تېر کال د ياد کس تر تښتول کېدو وروسته د تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان عبدالله بهار د دې کار زمه واري منلي وه.

XS
SM
MD
LG