د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه هنرمندان سرکاري سرپرستي غواړي


سندرغاړی رحیم شاه او عادل شهزاد
سندرغاړی رحیم شاه او عادل شهزاد

د ګلزار عالم په خبره چې هر کال د کلتور صوبايي څانګې درې سوه میليونه روپۍ ورکول کېږي خو په دې کې يوه روپۍ هم پر فنکار نه لګول کېږي چې له کبله یې پښتنانه فنکاران در په در دي.

د پاکستان فلمونو او ډرامو اداکاران او نور هنرمندان له حکومته غوښتنه کوي چې په راتلونکې صوبايي او وفاقي بجټ کې دې د کلتور بحالۍ، ډرامې او فلم صنعت د ودې او اداکارانو خېرښېګړې لپاره فنډونه بېل کړي.

لاهور او د پاکستان نورو غټو ښارونو کې په شووغونډو کې د فلم او ډرامې اداکارانو وويل چې تېر وختونو کې حکومتونو د فلم او ډرامې د صنعت او د اداکارانو د خېرښېګړې لپاره هېڅ نه دي کړي چې له وجې یې نن فلمي صنعت په ټپه ولاړ دى او اداکاران له مالي ستونزو سره مخامخ دي او د بې وسۍ ژوند تېروي.

دغه رنګ د پښتو ژبې هنرمندان او اداکاران هم دا غوښتنه کوي، صوبايي حکومت ته پکار ده چې د کلتور له ودې سره سره د بې وزله او بې وسه هنرمندانو او اداکارانو د ژوند لپاره څه اقدامات وکړي ځکه چې دوی د ژوند په وروستيو کې له ډېرو مالي ستونزو سره مخامخ وي.

له مشال راډيو سره خبرو کې د پښتو ډرامو اداکار ايچ ايم رضا وويل:

«يو حکومت مو هم پوښتنه نه ده کړې. دلته په پاکستان کې د فنکار هېڅ قدر نشته. موږ څو څو واره حکومت ته ورغلو خو چا مو هم تپوس نه دی کړی چې ژوند مو څه رنګ تېرېږي»

هم دا رنګ د پښتو ژبې هنر مند ګلزار عالم مشال راډيو ته په دې اړه وويل:

«يو د خېبر پښتونخوا د حالاتو له امله هنرمندان په کور ناست دي څوک یې نه ورغواړي او بل د حکومت لخوا هم توجه نه ورکول کېږي چې لوجې یې هنرمندان او فنکار له ستونزو سره مخ دي. ما تېر حکومت ته هم او اوسني حکومت ته هم دا تجويز ورکړی چې څنګه لوبغاړو ته په بيلا بيلو محکمو کې نوکرۍ ورکړل شوې دي او هغوی خپلې لوبې کوي او د معاش له فکره ازاد وي نو که دغه رنګهنرمندانو او فنکارانو ته هم روزګار ورکړل شي نو دوی به خپلې کلتوري او هنري هلې ځلې جاري ساتي چې ورسره به د دوی ژوند هم په ارام وي او که تاسو وګورئ نو په خېبرپښتونخوا کې به تر یو نیم زيات هنرمندان نه وي. نو که حکومت په بجټ کې د دې لپاره پانګه ‌بېله کړي نو دا به ډيره ښه وي»

د پښتو فلمونو او ډرامو اداکار طارق جمال مشال راډيو ته وويل چې دوی تېر کال هم په تمه ول چې صوبايي حکومت به د فنکارانو لپاره په بجټ کې فنډ بېل کړي خو دوی هېڅ ونکړل، پکار ده چې دا ځل خو د دوی خيال وساتي.

ده زياته کړه: «موږ له تېر حکومته هم هيله لرله چې په بجټ کې به د فنکارانو لپاره برخه وساتي خو هېڅ ونشو. پاکستان تحريک انصاف خو د بدلون نعرې وهي نو د بايد چې د فنکارانو په ژوند کې هم بدلون راولي او د دوی لپاره هم څۀ سوچ وکړي. بس ! موږ به څۀ ووايو د خدائ په کړو مو صبر دى»

کله چې مشال راډيو د دې فنکارانو دا غوښتنه د خيبرپښتونخوا د وزير اعلي د کلتور سلاکار امجد اپرېدي پر وړاندې کېښوده نو هغه وويل چې دا ځل به په بجټ کې د فنکارانو لپاره خصوصي فنډ وي چې هغوی پرې کارونه وکړای شي.

« په دې مسله موږ لګيا يو او په آی ډي پي کې د دې لپاره موږ ښه برابر منصوبه بندي کړېده او که خدائ وکړه نو موږ دا ځل منصوبه لرو چې له هغه زوړ نظامه دوی راوباسو او له خيراتونو او زکاتونو یې خلاص کړو او دوی موږ له ځان سره روان کړو لکه څه رنګ چې حکومت يوه اداره چلوي، داسې دوی هم له موږ سره په کار وي او دوی له موږ سره برخه شي چې څه کېږي، هغه مشترکه وي او زه ګڼم چې د خېبر پښتونخوا حکومت به د ټول پاکستان په کچه دا اوله منصوبه وي او د دې لپاره موږ بجټ کې فنډ باندې کار کوو»

د ګلزار عالم په خبره چې هر کال د کلتور صوبايي څانګې درې سوه میليونه روپۍ ورکول کېږي خو په دې کې يوه روپۍ هم پر فنکار نه لګول کېږي چې له کبله یې پښتنانه فنکاران در په در دي.

XS
SM
MD
LG