د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبک وسله والو د افغانستان شمال ته مخه کړې


د ازبکستان اسلامي غورځنګ لومړۍ موخه ده چې د ازبکستان حکومت رانسکور کړي خو وروسته یې د ټولې مینځنۍ اسیا نیول خپل مرام وګرځولو.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې تر لسو کلنو ډېر وخت تېرولو پس یو شمېر ازبک وسله والو د افغانستان شمال په ځینو ولایتونو کې ځان ته نوي پټنځایونه موندلي دي.

په نیزدې وخت کې ـــ افغان حکومتي او پوځي چارواکو ادعا کړې ده چې د هېواد په شمالي برخو کې د تشدد پېښو ډېرېدو یوه وجه دا ده چې دغه سیمو ته بهر ملکي وسله وال منتقل شوي دي.

د افغانستان شمالي برخې چې پکې د تاجک، ترکمن او ازبک قومیتونو خلک اوسېږي، د ازبک وسله والو لپاره لکه د خپل کور غوندې دي. د دې سیمې پولې له مینځنۍ اسیا سره نښتې دي. د ازبک وسله والو غورځنګ د ۱۹۹۰ په لسیزه کې رازیږېدلی وو ـــ او موخه یې دا وه چې ازبک حکومت رانسکور کړي. د ازبکستان اسلامي غورځنګ د امریکا بهرنیو چارووزارت له خوا خپور شوي د بهرنیو ترهه ګرو په فهرست کې شامل دی.

په راپور کې راغلي دي چې وړومبې خو افغان چارواکو د ازبک وسله والو شمېره لږه ښودله خو په دې نیزدو میاشتو کې داسې یو شمیر راپورونه مخې ته راغلل چې وايي، افغان ځواکونه د بدخشان ، تخار ، کندوز، جوزجان ، فریاب ، او بادغیس په ولایتونو کې د بهر ملکي وسله والو پر ضد جنګ کوي.

د اپریل په څلور ویشتمه نیټه ــ د کندوز ګورنر عمر ساپي د ازادې اروپا ریډیو ته اوویل چې په پینځو اولسوالو کې خواؤشا درې زره وسله وال په جګړه بوخت دي . په دې جګړه کې په وژل شوو وسله والو کې یو شمیر تاجک او چیچن وسله وال هم وو. دغه شان د ترکمنستان سره په پوله د افغانستان په مغربي برخو کې هم د تشدد په پیښو کې ډیروالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي دي چې د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ م کلونو کې طالبانو د آی اېم یو وسله والو ته پټنځایونه ورکړي وو. په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له بمبارۍ وروستو ـــــــ ازبک وسله وال د پاکستان قبایلي سیمو ته وتښتېدل. ځینې افغان چارواکي وايي چې د افغانستان شمال کې د ازبک وسله والو یوه برخه د اسلامي دولت ډلې ته وفاداره ده خو په دغه اړه لا پوره ثبوتونه نشته.

په راپور کې راغلي دي چې دا وخت دا وسله وال په افغانستان کې د ځان ژوندي ساتلو لپاره هڅې کوي ـــ د دوی وړومبې موخه دا وه چې د ازبکستان حکومت رانسکور کړي خو وروسته یې د ټولې مینځنۍ اسیا نیول خپل مرام وګرځولو.

XS
SM
MD
LG