د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ تر وسله والو مخکې باید له پاکستان سره سوله وشي”


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، له وسله والو مخالفینو سره تر سولې مخکې باید له پاکستان سره سوله وشي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، له وسله والو مخالفینو سره تر سولې مخکې باید له پاکستان سره سوله وشي.

بېګا ماښام په کابل کې د افغانستان لپاره د تماس نړیوالې غونډې ته د وینا پر مهال نوموړي وویل، پاکستان له افغانستان سره یو نااعلان شوې دښمني روانه کړې وه چې اعتراف یې هم کړی.

اشرف غني زیاته کړه چې هغو وسله والو ته ښه راغلاست وايي چې سوله کول غواړي، خو د سولې مخالفو وسله والو پر ضد به له زوره کار اخلي.

"موږ د یوې غبرګې سولې په لټه کې یو؛ یوه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله او بله د افغان حکومت او وسله والو سیاسي مخالفینو ترمنځ سوله.

له موږ سره یوه نااعلان شوې دښمني روانه وه چې زموږ پاکستاني همکارانو اعتراف هم پرې کړی. دا د دوو دولتونو ترمنځ مقدماتي سوله ده؛ خو د دې کار لپاره باید پر تېرو میراثونو برلاسي شو."

ښاغلي غني زیاته کړه، دی د پاکستان د وزیر اعظم نوازشریف له دې وینا چې د پاکستان له خاورې به هېچا ته د افغانستان پرضد د کار اخیستو اجازه نه ورکوي؛ ډېر خوشاله شوی، خو ده ټینګار وکړ چې پاکستان باید خپله دا ژمنه په عمل کې ثابته کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په تېرو دیارلسو کلونو کې له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره خورا زیاتې؛ خو بې نتیجې هلې ځلې وکړې.

د ولسي جرګې د نړېوالو چارو د کمیسیون غړی نادرخان کټوازی هم باور لري چې سوله باید له پاکستان سره وشي؛ ځکه دا هېواد د افغانستان جګړې اصلي مقابل لوری دی:

"منطق هم دا تقاضا کوي چې اول له هغه چا سره چې طالبان یې په غېږ کې نیولي او طالبان یې روزي باید له هغه سره روغه وکړو ترڅو زمینه دې ته برابره شي چې له طالبانو سره روغه وکړو.

د ولسمشر دا خبره زه منطقي بولم ځکه چې تېر حکومت کې هم همدا د سولې شورا وه او پخواني ولسمشر پاکستان ته تقریباً شل سفرونه وکړل مګر هلته زموږ ډېر وخت په فرعي مسایلو تېر شول د مثال په ډول: څو سفرونه ولسمشر د ملابرادر د خلاصولو لپاره وکړل چې هېڅ نتیجه یې نه درلوده."

ښاغلی کټوازی وايي، د پاکستان پر وړاندې د اوسني حکومت دریځ د پخواني حکومت په پرتله ډېر قاطع دی:

"ولسمشر په ډېر قاطعیت سره پاکستان ته ویلي دي چې تاسې د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې عملي بدلون راوستی شئ کنه؟ که یې راوستی شئ، نو د پاکستان حکومت ته تر نهو میاشتو پورې وخت شته چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي او موږ په دې پوهېږو چې د افغانستان وسله وال مخالفین چې دي هغوی ټول د پاکستان له خوا حمایه کېږي او له دې پاکستان هم انکار نه کوي او نه یې کولای شي."

ولسمشر اشرف غني په خپله وینا کې زیاته کړه هغو وسله والو ته چې سوله کوي ښه راغلاست وايي، خو زیاته یې کړه چې د سولې له مخالفو طالبانو سره به د زور په ژبه خبره وشي.

XS
SM
MD
LG