د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کیسه ییزو ژانرونو مینه وال ډېر دي


په خوست کې یو شمېر لیکوال او فرهنګیان وايي، چې دا مهال په خلکو کې په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې د کتابلیکنې او د کتاب د مطالعې دود په خوریدو دی او خلک تر پخوا زیات کتابونه رانیسي او لولي يې.

په خوست کې یو شمېر لیکوال او فرهنګیان وايي، چې دا مهال په خلکو کې په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې د کتابلیکنې او د کتاب د مطالعې دود په خوریدو دی او خلک تر پخوا زیات کتابونه رانیسي او لولي يې.

دوی زیاتوي، که څه هم د ټولنې پرمختګ تر ډېره علمی کتابونو مطالعې او زده کړې پورې تړلی، خو په دې ځای کې اکثره ځوانان کیسه ییز ژانرونه او شعري ټولګې خوښوي، چې د دوی په وینا د دې ژانر مطالعه هم د علمي مطالعې د دودولو له پاره اغېزمنه تمامیږي.

د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د کتاب اونۍ لمانځغونډه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نووښت د ګڼو لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوې وه، لیکوال او ژورنالېست سپین روان نورزي مشال راډیو ته وویل که څه هم په ځوانانو کې د علمي مسائیلو مطالعه پیدا شوې، خو ځوانان تر ډیره ناولونه، شعرونه او لنډې کیسې لولي:

((د کتاب پلورنځیو د ارقامو له مخې په ځوانانو کې د علمي کتابونو تنده هم یو څه پیدا شوې ده، ځکه چې اوس دلته پوهنتونونه فعال دي او ځني ځوانان غواړي، چې علمي او مسلکي کتابونه واخلي، خو ډیری مارکیټ د ناولونو، شعرونو، لنډو کیسو او د نورو بیلابیلو کیسه ییزو ژانرونو د کتابونو دی.))

شاعر او خبریال طالب منګل وايي، چې په خوست کې د کتابونو د چاپ او خپراوي له پاره د تخنیکي اسانتیاوو او چاپ خانو نه شتون او په همدې توګه د مسوولو ادارو له خوا د لیکوالو نه هڅونې په دې ولایت کې د کتابلیکنې او کتاب د مطالعې بهیر کمزوری کړی دی:

((په خوست کې موږ لیکوالان او شاعران لرو، په زیاته کچه کتابونه چاپ شوي هم دي، خو لکه څرنګه چې په ځینو نورو فرهنګي سیمو کې ده، په هغه شان دلته د کتابونو چاپ دلته نشته، دلته تر اوسه هم د چاپ خانو په برخه کې ستونزې شته او د لیکوالو او فرهنګیانو د هڅونې په لاره کې هم ستونزې شته.))

د خوست یو تن ځوان لیکوال سیف الله غریبیار، چې د خپل لږ عمر په اوږدو کې يې د روغتیا، اروا پوهنې، ادب، اسلامیاتو او نورو ټولنیزو بر خو کې ۳۵ عنوانه بیلابیل کتابونه لیکلي او ژباړلي دي، بیا وايي چې که څوک ژباړې او کتابلیکنې ته د ورځې لږه برخه هم بیله کړي، نو دا کار کولای شي.

وزیر محمد روغ لیونی په افغانستان کې د پښتو ژبې هغه استثنايي شاعر دی، چې په دې ژبه يې ۲۳ عنوانه شعري ټولګې چاپ او خپرې شوې دي.

دی چې ساده او عام فهمه شاعري کوي، وايي چې ټولنه يې تر ډېره نالوستې ده، نو ځکه مغلق او پیچلي شعرونه نه لیکي.

بلخوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدامین شاه الفت وايي، چې د کتاب اونۍ له لمانځغونډې څخه يې ستره موخه داده، چې د ټولنې په ځوان کهول کې د کتابلیکنې او کتاب لوستنې دود خور کړي.

دا په داسې حال کې چې په ورته توګه د خوست په ګاونډ پکتیکا ولایت کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، لنکن مرکز او یو شمېر مدني ټولنو له خوا د کتاب اونۍ ولمانځل شوه، د پکتیکا فرهنګیانو هم د

خوست په شان د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر اساسي کتابتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG