معصوم ستانکزی د دفاع د نوي کاندید وزیرپه توګه معرفي شو،ولسمشر محمد اشرف غني نن (پنجشنبه) د تماس د نړېوالې ډلې په غونډه کې د وینا پر مهال دا اعلان وکړ.
دا درېیم ځل دی چې د ملي وحدت حکومت د دفاع وزارت لپاره کاندید معرفي کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د پنجشنبې پر ورځ یې د تماس نړېوالې ډلې یوې غونډې ته د ارګ په ماڼۍ کې وینا کوله وویل، چې معصوم ستانکزی به د افغانستان راتلونکی دفاع وزیر وي:
((زه په خوشحالۍ سره دا اعلانوم چې ښاغلی ستانکزی به زموږ راتلونکی د دفاع وزیر وي. نوموږ به د دفاع ټیم ولرو له نوي لوی درستیز او د دفاع وزارت له لومړي مرستیال سره. ))
که څه هم ولسمشر دا روښانه نه کړه، چې د لوی درستیزپه توګه څوک ټاکل شوی دی، خو راپورونه وایي، چې جنرال قدم شاه شهیم دغه پوسټ ته ټاکل شوی دی.
معصوم ستانکزی له دې وړاندې د افغانستان سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس او د مخابراتو وزیر و.
خو دا لامعلومه نه ده چې نوموړی به کله د باور رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
له دې مخکې جنرال افضل لودین هم دغه وزارت ته کاندید و، چې د اجرائیه ریاست له مخالفت سره مخامخ شو.
اوسنی لوی درستیزجنرال شیر محمد کریمي هم د دفاع وزارت لپاره یو له کاندیدانو څخه و، چې د ولسي جرګې له لوري ورته کافي رایه ورنه کړل شوه.
دغه شان ویل شوي و، چې د دفاع وزارت اوس مهالی پيژندوال عبدالله خان به دغه څوکۍ ته د نوماند په توګه معرفي شي.
په همدې حال کې کارپوهان وایي، چې ښاغلی ستانکزی کافي پوځي تجربه لري او د ولسمشر دا انتخاب پرځای بولي.
د پوځي چاروکارپوه حی ګل سلیمان خیل له مشال راډيو سره خبرو کې د معصوم ستانکزې په اړه داسې نظرڅرګند کړ:
((معصوم ستانکزی یو تعلیم یافته، له حربي پوهنتونه فارغ او قوي منصب دار دی.
په پوځي برخه کې قوي تجربه او ډیر شاګردان لري او د دفاع وزارت لپاره ډير مناسب کس انتخاب شوی دی.))
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت له تیرو نږدې اتو میاشتو راهیسې د سرپرست له لوري اداره کېږي او په افغانستان کې ناامنۍ ورځ تربلې زیاتیږي.
خلک او د ملي شورا غړي په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتیدو یو علت د دفاع وزارت د رهبرۍ نه موجودیت بولي.
خو حکومت او په خپله ولسمشر اشرف غني وایي، چې هېڅ کله به د افغانستان کوم ښار د وسله والو له لوري سقوط ونه کړي او د اوسني وضعیت د کنټرول لپاره د افغان ځواکونو پر وړتیاو ډاډ څرګندوي.