د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له حکومته لېپټاپونه غواړي


''دیني زدکړې خو زموږ د ایمان او ژوند برخه ده؛ مګر د ساینسي علومو ضرورت ځکه دی چې د دنیا مسایل او مشکلات له هر چا سره تړلي دي او عصري زدکړې که چا وکړې، نو دغه مشکلات په ښه توګه سنجولی شي''

په بلوچستان کې د دیني مدرسو طالبان وایي،حکومت دې دوی ته هم د وزیراعظم له پروژې، لېپټاپونه ورکړي. د دوی په خبره، د سختدریځۍ او تشدد په روان چاپېریال کې حکومت ته پکار وه، چې د دیني درسو زده کونکیو ته یې په دغه لړ کې زیاته پاملرنه کړې وه. د دغو زده کونکیو په وينا، دوی غواړي چې له دیني زدکړو سره سره، ساینسي او جدیدې زدکړې هم وکړي.

بلخوا د پاکستان وزیراعظم د لېپټاپ پروژې مرستیالې مایزه حمید بیا مشال راډیو ته وویل چې دا کار به ګټور وي،مګر د دې په خبره،د ځینې تکنیکي ستونزو له وجې به یې عملي کول، ډېر وخت وغواړي.

په کوټه کې د یوې دیني مدرسې طالب سیف الدین سیفي وایي چې حکومت لکه د کالجونو او پوهنتونونو زده کونکیو ته لېپټاپونه ورکوي، دغه شان دوی هم حق لري:

«چون دا وخت کمپیوټر او لېپټاپ، د تعلیم یو شاخ دی. بلکې که دا درته ووایم چې دا د معلوماتو یو باغ دی. ځکه خو یې موږزیات ضرورت ګڼو، چې د مدرسو طالبانو ته هم دا لېپټاپونه ورکول شي، او په دې سره به د هغوی له تعلیم سره نوره مینه پېدا شي»

سیف الدین سیفي په دغه اړه زیاتوي:

«زه دا وایم چې که طالب د بخاري شریف زده کړه کولی شي، ښاریات «سیویکس» درس هم کولی شي، د بیالوژۍ او ټېکنالوژۍ درس هم کولی شي. زه خو دا فکر هم لرم چې د دغ موجوده وخت زیات ضرورت ساینسي زدکړې دی. دیني زدکړې خو زموږ د ایمان او ژوند برخه ده؛ مګر د ساینسي علومو ضرورت ځکه دی چې د دنیا مسایل او مشکلات له هر چا سره تړلي دي او عصري زدکړې که چا وکړې، نو دغه مشکلات په ښه توګه سنجولی شي»

د یوې بلې دیني مدرسې زده کونکی حافظ روزالدین هم په دغه لړ کې وایي چې دوی ته د لېپټاپ او نورو جدیدو ذریعو بندوبست کول، د وخت لوی ضرورت دی:

« دا لېپټاپ د موجوده وخت په حساب یو ضرورت پاتې دی. له دې څخه موږ هیڅ مخالفت نه لرو.موږ دې ته تیار یو چې دیني او عصري،دواړې زدکړې وکړو.مثال به یې دا درکړم چې اوس یو دیني عالیم دی،هغه که له دیني سره سره په عصري زدکړو هم سنبال وي،نو د روان وخت له حسابه ښه پرمختګ کولی شي»

د مدرسې طالب سيف الدین پر حکومت حیران دی چې اخېر ولې یې تر اوسه د دوی دغې غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې؟

«لکه څنګه چې موجوده وخت کې کالجان او پوهنتونونه دغه څیز ته ضرورت لري، زه خو وایم چې د مدرسو ضرورت تر دوی زیات دی، هغه په دې چې پر موږ بې ځایه نومونه تپل شوي دي د ترهګرۍ او تشدد او داسې نور، نو په دا طریقه به موږ نړۍ ته دا ثابته کړو چې موږ داسي نه یو او پر موږ دا قیسمه نومونه بېځایه تپل شوي دي. یقینًا موږ د ویرې او تشدد خلاف یو. اسلام د ورورولۍ او سولې دین دی، نو هغه به ویره او تشدد څنګه پېدا کوي؟»

د مدرسې طالبانو دغه غوښتنه مې په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم د لېپټاپ د پروژې کواردینېټرې مایزه حمید مخې ته کښېښوله،نو نوموړي یې په اړه وویل:

«دا بیلکل ممکنه ده، مګر د دې لپاره به مدرسې رجسټر کول پکار وي او په ځانګړې توګه هغه مدرسې د کوم سندونه چې د پاکستان د لوړو زدکړو اداره (اېچ-اي-سي) مني. نو داسې پروګرام هلته هم عملي کېدلی شي، مګر زما په فکر هغه به ډېر وخت وغواړي»

په بلوچستان کې د دیني مدرسې زده کونکیو د لېپټاپ غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راځي،چې د پاکستان وزیراعظم له اړخه د پوهنتون او لوړو زدکړو زده کونکیو ته د لېپټاپ ورکولو پروژه له ۲۰۱۴م کاله راروانه ده.

XS
SM
MD
LG