د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې سزا شوی کرکجن ملا


له مشال راډيو سره په خبرو کې د دفاعي چارو څیړونکی طلعت مسعود وایي داسې خلکو ته سزا ورکول یو ښه پیل دی.

د پنجاب په لاهور کې یوه عدالت د جمات یو امام ته په خپله وینا کې د شییعه ګانو خلاف د کرکجنې وینا کولو په تور پنځه کاله د قید سزا اورولې ده. دغه کس د فېبرورۍ په میاشت د پنجاب له قصور سیمې نیول شوی وو.

ای ایف پي خبري اژانس لیکې د ترهګرۍ خلاف تر قامي ایکشن پلان لاندې پر دغه امام تور وو چې په خپله خطبه کې یي د شیعه ګانو خلاف نفرت خورولو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دفاعي چارو څیړونکی طلعت مسعود وایي داسې خلکو ته سزا ورکول یو ښه پیل دی.

(ګورئ کرکجنه وینا هم د قانون خلافورزي په دایره کې راځي.که تاسو د خلکو خلاف کرکه خوروی، او د هغوی خلاف قهرجنې خبرې کوی، نو په دې سره په هېواد کې ترهګري او توندروي خورېږي، او د خلکو له یو بله نفرت زیاتیږي، ځکه خو اوس د دې خلاف قانون جوړ شوی دی، چې څوک هم دا عمل کوي، باید سزا ورته ورکړل شي. زما په فکر دا ډیر ښه پیل دی، ځکه چې په پاکستان کې پر دې بلکل عمل نه کېدلو، زما په خیال دا لومړی ځل دی، چې داسې جرم مخې ته راغلی او سزا هم ورته ورکړل شوه))

په پاکستان کې په دې تیرو نزدو کالونو کې فرقه ییزې نښتې زیاتې شوې دي، چې پکې په کوټه کې په هزارهګانو، او شیعه زیارت کونکیو وسلوال بریدونه شامل دي، په روانه میاشت کې په کراچۍ کې ۴۴ اسماعیلي ووژل شول. له دې سره سره د دغه هیواد په یو شمیر برخو کې په شیعه مسلمانانو بریدونه شوي دي.

دا چې په ټولنه کې مذهبي مشران بیا څنګه د کرکې خورولو نه ډډه وکړي په ځواب کې د پاکستان علما کونسل مشر طاهر اشرفي وایي:

..... ((د ټولو مکاتب فکر په علماو دا ذمه واري راځي، داسې خبرې ونه کړې چې د چا زړه ازاروي، او د نورو مسلکونو وګړو احساسات خوږوي. په دې لړ کې د پاکستان علماو شورا پروسږ کال او دا ځل هم د یو ضابطه اخلاق په جوړولو کې له ټولو دینې عالمانو سره خبرې کړي دي، پاکستان د ټولو دی، په دغه هېواد کې اوسېدونکی هر یو کس یو شان حقونه لري، دوی ته باید امن او تحفظ ورکړل شي، او دا د حکومت ذمه واري هم ده ، او د مسلمانانو هم. او زمونږه دین هم د دې هدایت کوي»

د پروسږ کال د دسمبر په ۱۶مه نېټه د پېښور په یو سکول د وسلوالو په حمله کې ۱۵۴ کسان ووژل شو، چې زیاتره یې د سکول ماشومان ول. د دغه حملې وروستو د پاکستان حکومت د ترهګرۍ او په ټولنه کې د کرکې ختمولو لپاره د قامي ایکشن پلان په نوم یوه تګلاره جوړه کړل شوه.

XS
SM
MD
LG