د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: مدني ټولنې د سولې په بهیر کې ونډه اخلي


په خوست کې د عدالت غوښتنې په نوم د مدني ټولنو یوه داسې شبکه جوړه شوه، چې هغه به تر ډېره په ټولنه کې د سولې، تفاهم او جوړجاړي له پاره کار کوي.

په خوست کې د عدالت غوښتنې په نوم د مدني ټولنو یوه داسې شبکه جوړه شوه، چې هغه به تر ډېره په ټولنه کې د سولې، تفاهم او جوړجاړي له پاره کار کوي.

یاده شبکه چې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د سیمه ییز دفتر په تخنیکي ملاتړ به کار پیلوي، د خلکو شکایتونه، اړتیاوې او غوښتنې به د حکومتي چارواکو سره شریکوي او هغه ټول لاملونه به په ګوته کوي، چې د هغې له امله په ټولنه کې ستونزې، شخړې او خوابدۍ پیدا کیږي.

د چارشنبې په ورځ د مدني ټولنو د عدالت غوښتنې شبکې د کار په پیلغونډه کې مدني فعال زاهدشاه انګار مشال راډيو ته وویل، چې دا شبکه به په لومړي ګام کې سیمه ییزو ستونزو ته ډېر پام واړوي او په دویم ګام کې به د هېواد په کچه د سولې پروسې له پاره اسانتیاوې برابروي:

((دا شبکه یا مدني خوځښت به د دې جوګه شي، چې د تفاهم له پاره زمینې برابرې کړي، په خوست کې لا تر اوسه د قومونو تر منځ، د کورنیو تر منځ او د افرادو او اشخاصو تر منځ ډېرې زیاتې منازعې موجودې دي، په دویم ګام کې به د سولې له پاره چې هغه یوه لویه پروسه ده، د افغانستان په کچه پروسه ده، نو د خوست په سطحه به د هغې دپاره هم اسانتیاوې او زمینې رامنځته کړای شي.))

د خوست درې تنه مدني فعالانې میرمن سعادت، نعت بي بي عمري او نسرین احساني وايي، چې دا شبکه به د خلکو مشکلات چارواکو ته رسوي، د هغو خلکو مخنیوی به کوي، چې د سولې د پروسې د پرمخبیولو له پاره په روابطو راغلي وي یا د جګړې پر ښکیلو خواوو اغېز ونه لري او د حکومت او خلکو تر منځ به هم تفاهم ته زمینه برابروي.

د مدني ټولنې یو بل تن غړی سپین روان نورزی د مدني ټولنو د عدالت غوښتنې د شبکې تاسیس له دې کبله ګټور ګڼي، چې دا به حکومتي ادارې هم د خلکو د ستونزو هواري ته متوجه کړي.

دی زیاتوي، که چیرې د خلکو ستونزې حل شي، نو په طبعي توګه به د خلکو او نظام تر منځ واټن له منځه ولاړ شي او تفاهم به راشي:

((مدني ټولنې او فعالان به یې له بیلابیلو ادارو سره ګوري، دوی به اداري د خلکو د ستونزو حل ته هڅوي، که چیرې د خلکو مشکل حل شي، نو هغه فاصله چې د خلکو او نظام تر منځ موجوده ده، هغه به ختمه شي او ولس به د حکومت پر پیاوړي همکار بدل شي.))

د یادونې وړ ده څو ځلې وړاندې هم په خوست کې د مدني ټولنو د ګډو شبکو په نوم بنسټونه جوړ شوي ول، خو تر پایه ونه توانیدل، چې خپلې چارې منظمې او همغږي کړي یا د پام وړ لاسته راوړنې ولري، خو دا ځل مدني فعالان هیله څرګندوي که چیرې یوناما یې تخنیکي ملاتړ وکړي نو فعالیتونه به يې ګټور تمام شي.

XS
SM
MD
LG