د لاسرسي ځای

تازه خبر

’موږ به اوس د چوکیدارانو، چوکیداري کوو‘


د شمالي وزيرستان قبايلي مشر ميرکالام خان وايي، د دې تړون له مخې حکومت هم له وزيرستانيانو وسلې راټولوي او هم ورته وايي چې د امنيت ساتلو لپاره وسله وال لښکر جوړ کړي.

د پاکستان په قبايلي سيموکې د طالبانو پرضد عملياتو کې زرګونه بې ځايه شوي کسان غواړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي. خو د پاکستان حکومت ورته وايي، پر يوه شرط خپلو کورونوته ستنېدای شي چې په قبایلي سیمو کې له شته سختدريځو سره به د جګړې کولو ژمنه کوي.

د شمالي وزيرستان خلک شکايت کوي چې د پاکستان نورو سيمو وګړي اړتيا نه لري چې حکومت ته په کتبي ډول ژمنه ورکړي او دا چې د امنيت ساتل د عادي وګړو کارنه، بلکه د حکومت کار دی.

د پاکستان حکومت د شمالي وزيرستان له بې ځايه شويو خلکوغوښتنه کوي چې خپلو کورونو ته ترستنېدو مخکې بايد د ۲۰۱۵میلادي شمالي وزيرستان ټولنيز تړون په نامه يو تړون لاسليک کړي.

شااوخوا دوه میليونه کسان په شمالي وزيرستان کې د طالبانو پرضد د پاکستان د پوځ د عملیاتوله کبله بې ځايه شوي او اوس په نورو سيموکې په کمپونو کې اوسي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپورله مخې، پاکستاني چارواکي وايي، په قبايلي سيمه کې ۶۷۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي خو د اصلي زيان ارزونه په خپلواکه توګه نه ده شوې.

پاکستان له نړېوالې ټولنې څخه د ۸۰۰ میليونه ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده، چې دا کورونه ورباندې بيرته ودان کړي. خو کورونو ته تر ستنېدو مخکې دا خلک بايد د پاکستان له حکومت سره تړون لاسلیک کړي.

د شمالي وزيرستان يو شمېرمشران د دغه تړون مخالفت کوي.د شمالي وزيرستان قبايلي مشر ميرکالام خان وايي، د دې تړون له مخې حکومت هم له وزيرستانيانو وسلې راټولوي او هم ورته وايي چې د امنيت ساتلو لپاره وسله وال لښکر جوړ کړي.

ښاغلی کالام زياتوي چې په دې تړون کې دا خبره هم شته چې که څوک د امنيت په ټینګولو يا د وسله والو مخالفينو په نيولوکې پاتې راځي، د حکومت له خوا د کور ورانولو په ګډون به يو شمېر نورې سزاوې هم ورکول کيږي:

((په دې تړون کې بل هېڅ شی نشته. صرف او صرف دا اته پاڼې چې دوی راکړي دي، دا په دې شي ګرد راګرځي چې موږ به اوس د چوکيدارانو چوکيداري کوو. موږ به اوس دلته د سکيورټي ادارو او حکومتي مقاماتو چوکيداري کوو، نور به موږ بل هېڅ کار نه کوو.))

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس په شمالي وزيرستان کې د ځينو مشرانو له خولې وايي، چې د امنيت ټينګول د حکومت کار دی، د عادي خلکو کارنه دی او ځيني بيا شکايت کوي چې په پاکستان کې نور وګړي اړتيا نه لري چې داسې کوم اسناد يا تړون لاسليک کړي.

د دوی په وينا دا تړون په دې مانا دی چې د خپلو استخباراتو، سرتيرو او مامورينو څخه د پوښتنې پرځای، پاکستان په سيمه کې د تروريستانو د شتون پړه پر قبايلي خلکو اچوي.

XS
SM
MD
LG