د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ګلګت کې هیلي کاپټر طالبانو نه دی ویشتلی


دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکریټري اعزاز احمد چوهدري د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وکړې.

پراګ: د پاکستان حکومت وايي په ګلګت بلتستان کې هيلې کاپټر د تخنیکي خرابۍ له کبله پرېوتی وو او د وسله والو طالبانو دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې دوی ویشتلی وو.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکریټري اعزاز احمد چوهدري د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وکړې.

د پاکستان حکومت د شنبې په ورځ (د مې ۹مه نېټه) پر دې پېښه په ملک کې د یو ورځني ویر اعلان کړی دی.

د هیلي کاپټر پرېوتو په دې پېښه کې د ناروې او پلیپاین د دوو سفیرانو په ګډون ټول اووه کسان وژل شوي او دولس ژوبل شوي دي. دا ټول اسلام اباد ته رسول شوي دي.

اعزاز احمد چودهري خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په وژل شوو کې د هيلې کاپټر دوه پايلټان هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ژوبل شوو کې د پولېنډ ، هالېنډ، جنوبي افريقا ، انډونيشيا ، لبنان ، سويډن او د رومانيا د سفيرانو په ګډون اته کسه بهرنيان دي چې روغتون ته وړل شوي دي.

دا پېښه پرون پر داسې مهال وشوه چې د پاکستان وزيراعظم نواز شریف د ګلګت بلتستان د نلتر په سيلانې سيمه کې د «چيېر لیفټ» د یوې منصوبې پرانستلو ته د یو شمېر هېوادونو سفيران او بهرنيان مېلمستیا ته وربللي وو.

وزيراعظم نوازشريف له پېښې ورسته اسلام اباد ته ستون شو. نوموړي په پېښه غم او خپګان وښود او په پېښه کې ژوبلو کسانو ته یې د ښه درملنې او سهولياتو ورکولو هدايت وکړ.

په پاکستان کې يوه بهرني ډيپلوماټ، چې ګلګت بلتستان ته د تلونکيو ډيپلوماتو په ډله کې و، د نوم نه اخيستو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي، دا يو ډيپلوماټيک سفر و، چې پکې په پاکستان کې د مېشتو ٣٧ هېوادونو ډيپلوماټان شامل وو.

تحریک طالبان پاکستان ادعا کوي چې دغه هېليکوپټر دوی ویشتلی وو.

XS
SM
MD
LG