د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نوي میله وسله ډایاګ ته وسپارل شوه


د ډایاګ د پروګرام مسوول ډګروال شیرداد وايي، چې د پروګرام له پیله ۷۲۱ میله وسله ملي پولیسو، ۳۸۵ میله وسلې ملي اردو او دوه نیم سوه میله وسله ملي امنیت دې برنامې ته سپارلې

په خوست کې د امنیتي چارواکو له خوا یوه اندازه سپکه او درنه وسله چې د افغان ځواکونو له خوا په بیلابیلو عملیاتو او تلاشیو کې نیول شوې وه، د ډایاګ یا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شوه، د خوست امنیتي چارواکي هیله څرګندوي، چې د دې وسلو نیول او ډایاګ ته سپارل به د خوست پر امنیتي حالت مثبت اغیز ولري.

د دوشنبې په ورځ هغه ۹۰ میله سپکه او درنه وسله چې د ملي پولیسو او ملي اردو د منسوبینو له خوا د خوست ولایت په مربوطاتو کې د پوځي عملیاتو او د تلاشۍ د فعالیتونو پر مهال نیول شوې وه، د ډایاګ یا بې وسلې کولو ملي پروګرام ته وسپارل شوه.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ډایاګ پروګرام ته د وسلو د سپارلو پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې په دې وسلو کې کلاشینکوف، زیکو یک، ار پي چې ماشیندار، تفنګچې، راکټ لنچر او نورې وسلې شاملې دي.

ده وویل، چې د یادو وسلو له جملې څخه ۵۵ میله د ملي پولیسو او ۳۴ میله نورې بیا د ملي اردو د منسوبینو له خوا دې برنامې ته وسپارل شوې:

((تاسو ولیدل چې په حدود دې ۹۰میله مختلف النوع وسلې د هغې جملې نه ۵۵ میله پولیسو او متباقي يې ملي اردو په مختلفو ساحو کې د بیلابیلو عملیاتو پر مهال لاسته راوړي دي، چې نن عملاً د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوې، دا کمه وسله نه ده، په دې کې سپکه او درنه وسله شامله ده او د امنیت په راوستلو کې کلک رول لري.))

په خوست کې د ډایاګ د پروګرام مسوول ډګروال شیرداد وايي، چې د پروګرام له پیله ۷۲۱ میله وسله ملي پولیسو، ۳۸۵ میله وسلې ملي اردو او دوه نیم سوه میله وسله ملي امنیت دې برنامې ته سپارلې ده:

((په اول قدم کې پولیسو او ملي اردو د ډایاګ پروګرام سره ډېره مرسته کړې ده، ملي اردو او ملي امنیت هم ګڼې وسلې دې پروګرام ته سپارلي دي او هیله من یو چې ملي امنیت به هم وسلې ټولې کړې وي او هغوی به هم نیول شوې وسلې ډایاګ ته وسپاري.))

د یادونې وړ ده تر اوسه ۱۳۵۶ میله سپکه او درنه وسله چې په خوست کې د میشتو امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې، ډایاګ پروګرام ته سپارل شوې ده، خو بل لوري ته هغه وسلې چې په خوست کې د امریکايي ځواکونو او د دوی د مرستندویه افغان سرتیرو له خوا نیول شوې، تر ډېره له منځه وړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG