د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو او افغان زده کوونکو لپاره د امریکايي مرستې تعلیمي پروژه


د يو اين ايچ سي آر د خبرپاڼې له مخې د٢٠١٢ کال له سیپتمبر مياشتې راهسې امريکا حکومت په پاکستان کې د راحا پراجيکټ لپاره نهه میليونه ډالره ورکړې دي

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په پاکستان کې د امريکا سفارتخانې په مرسته د نهې په ورځ تر راحا پراجيکټ لاندې په پنډۍ او ټيکسلا کې د دوو تعليمې منصوبو پرانستنه وکړه چې ترې به ١٨٥٠ پاکستانيو او افغان طالبعلمانو ته فائده رسېږي.

په پاکستان کې د يو اين ايچ سي ار وياندې دنيا اسلم خان مشال ريډيو ته وويل چې د امريکا سفارتخانې په مرسته يې په پنجاب صوبه کې د تعليم په اوو منصوبو کار شروع کړې ده او په ړومبۍ مرحله کې يې د پنډۍ او ټيکسلا د دوو سکولونو په پراختيا کار پيل کړی دی او دا منصوبه به د روان کال تر اګست مياشتې سر ته ورسول شي.

د نوموړې وينا وه چې د دوه میليونه ډالرو تر منصوبې لاندې به د پنډۍ او ټيکسلا په دوو سکولونو کې نه یوازې نوې کوټې جوړيږي بلکي د تشنابونو او صفا اوبو انتظام به يې هم کيږي. د دې ترڅنګه استادانو ته به روزنه هم ورکول کيږي او په موجوده وخت کې دا منصوبه په هغه سرکاري پرائمري او سېکنډري سکولونو کې شروع کړل شوې ده چې افغانانو ته هم داخلې ورکول کيږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د افغان کډوالو لپاره په اسلام اباد کې کمیشنر عباس خان وويل، چې د راحا پراجيکټ دوه مقصده دي يو دا،(هغه سيمې چرته چې مخکې افغان کډوال ميشت ول او له لاسه یې ځايي بنيادي ډانچې ته یو ډول زيان رسيدلې و نو د پاکستان حکومت د «يو اين ډي پي» په مرسته په دغه سيمو کې کار کوي او دويم دا، هغه سيمې چې اوس هم افغان کډوال پکې مېشت دي او هغوی پاکستانيو سکولونه او هسپتالونو ته ځي نو د [يو اين ايچ سي آر] او نورو متعلقه محکمو په مرسته په دغه سيمو کې پرمختيايي کارونه روان دي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې دنيا اسلم خان وويل چې راحا پراجيکټ له ٢٠٠٩ کال راهیسې په پاکستان کې پيل کړل شوی دی او تر نن ورځې په ټول ملک کې په ٣٥٠٠ منصوبو کار روان دی او موږ زياته توجو خيبر پښتونخوا ته ورکوؤ ځکه چې په ياده صوبه کې د افغان کډوالو شمېره تر يو میليون زياته ده.

د يو اين ايچ سي آر د خبرپاڼې له مخې د٢٠١٢ کال له سیپتمبر مياشتې راهسې امريکا حکومت په پاکستان کې د راحا پراجيکټ لپاره نهه میليونه ډالره ورکړې دي او دا مهال په ټول ملک کې په څلويښتو منصوبو کار روان دی، چې نزدې درې لاکه پاکستانيان او افغانان ترې ګټه پورته کوي. یوازې د تعليم په شعبه کې د ياد ملک په مرسته په پاکستان کې په ١٩ منصوبو کار روان دې چې پکې ١٢ زره افغان طالبعلمان او ٥٣ زره د پاکستان طالبعلمان معياري تعليم حاصلوي.

XS
SM
MD
LG