د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان به د ترهګرۍ په قبرستان واړوو’


نرېندر مودي وویل، زموږ په هڅو کې افغان ماشومان ځانګړې پاملرنه لرې. نن زه په کابل کې د حبیبیه سکول، اندرا ګاندي روغتون،د ماشومانو زړه ناروغانو روغتون لپاره د تازه مرستې اعلان کوم.

د هند وزيراعظم نرېندر مودي ويلي چې دوی د افغانستان امنيتي ځواکونو د صلاحيت ښه کولو په برخه کې کومک ته تيار دي.

دا خبره نوموړي نن په نوي ډلي کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لېدو وروسته ګډي خبري غونډي ته وکړه. نرېندر مودي زياته کړه، هند غواړي له افغانستان سره اقتصادي همکاري پراخه کړي.

خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې د هند لومړي وزیر نرېندر مودي وویل، ولسمشر غني او ما د هغوی د هېواد بیارغونې پر تاریخي هڅو خبرې اترې وکړې. موږ هندیان د افغان ولس هوډ او استعدادونه ستایو، چې د خپل هېواد د سولې او سوکالۍ لپاره یې لري. موږ پر دې باوري یو، چې له هند او نورې جنوبي اسیا سره افغانستان نېغ په نېغه تړلی دی. او دا رابطه د لویو سړکونو په مرسته پراخول غواړي چې د اسیا ګڼ کلتوریزې او تر دې په ها خوا سیمې د ګاړو تګ راتګ په دوه اړخیزه تړونونو خپلو کې سره ونښلول شي.

اقتصادي همکاري پراخول

«موږ به خپله اقتصادي همکاري پراخه کړو. په دې کې بنسټيز جوړښتونه، کرهڼه، مواصلات، بشری صلاحيتونه پیاوړې کول، د خير ښېګړي پروژې او بشري مرستې شاملې دي. موږ به د سوداګرۍ او پانګه اچونې لپاره نوې لارې ولټوو»

نرېندر مودي وویل، زموږ په هڅو کې افغان ماشومان ځانګړې ځای لرې. نن زه په کابل کې د حبیبیه سکول، اندرا ګاندي روغتون،د ماشومانو زړه ناروغانو روغتون لپاره د تازه مرستې اعلان کوم. موږ افغان ملي ځواکونو ته درې چیتل هېليکوپترې ورکړې چې د هغوی وړتیا نوره پیاوړې کړل شي.

خبري غونډي ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، «هوډمن دی چې افغانستان به د ترهګری لپاره په قبرستان بدل کړي. نوموړي زياته کړه چې بايد د افغانستان ژمنتيا ته په ټيټه سترګه و نه کتل شي او دغه هېواد به هېڅکله هم شکست و نه خوري چې ځان تسليم کړي. اشرف غني دا هم وويل پکار ده، ترهګري په ښه او بد کې و نه وېشل شي. د ترهګرۍ پدیده باید له سیمه یز او نړیوال پلوه له منځه ولاړه شي»

ښاغلي غني زیاته کړه چې د ترهګرۍ جرړې له سیمې اېستلو لپاره د سولې اوهمکارۍ سیمه ییز چوکاټ ته اړتیا ده او د دې لپاره یې هېواد تیار دی چې پر نویو خطوطو له خپلو سیمه ییزه هېوادونو سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې خپل سفیر ورته وویل، په هند کې نژدې ۱۳ میلیونه وګړي خپله تاریخي رشته او رېښه له افغانستانه بولي. پرون ما په هند کې له داسې وګړو سره ولیدل چې ۲۰۰ کاله مخکې له افغانستانه دلته راکوچېدلی و، هغوی سوچه پښتو او دري ویله. دا زموږ د تاریخي تعلق یوه بېلګه ده. موږ به د خپل پرون پر بنیاد خپل راتلونکې جوړوو.

ولسمشر غني زیاته کړه، همدې پرونۍ خپلوۍ ته په کتو موږ بیا د خپل راتلونکې تګلاره ټاکو چې د منځۍ اسیا انرژي به جنوبي اسیا ته بهېږي. د نل لیکو [پایپ لاینونو]، فایبر اپټیکس، رېلوې، او ورسره د هوايي رابطې پراخولو په لړ کې زه ستاسو [نرېندر مودي] د دې خبرې چې د ګاډو تګ راتګ پراخولو لپارهدوه اړخیزه تړونونه وشي، پوره ملاتړ کوم. په دې سره به افغان مالونه دې لویې منډۍ ته لاره ومومي.

ولسمشر غني په افغانستان کې د هند دوه اعشاریه دوه بیلیون ډالره مرستې له سخاوته ډکې وبللې چې په هېواد کې یې د انساني استعداد او وړتیا زیاتولو لپاره لګېدلې او لګېږي.

ده وویل، افغانستان دا مهال په هند کې ۱۳ زره زده کوونکي لري چې په لوړو زدکړو بوخت دي. او دا بې له شکه د دواړو هېوادونو د اړیکو یوه بېله پیلامه ده.

په خپلو خبرو کې نوموړي وویل، چې د هند پانګونه یې د هېواد لپاره ډېره اړینه ده.

ولسمشر غني د هند لومړي وزیر نرېند مودي ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته ورشي او د هند په مرسته جوړ شوي پارلمان پرانستنه وکړي. د بامیان وادي ته ولاړ شي. او د هېواد نورې برخې یې وویني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG