د لاسرسي ځای

تازه خبر

"سعودي عرب پاکستانی پوځ د کرايي پوځ ګڼي."


د پاکستاني پوځ مشر، جنرل راحيل شريف
د پاکستاني پوځ مشر، جنرل راحيل شريف

پر پاکستان د يمن په شخړه کې د سعودي عرب په ملاتړ د پوځي همکارۍ لپاره سفارني فشار مخ پر زياتېدو دی. څيړونکي وايي د پاکستان پوځ نه غواړي چې په دي جګړه کې ځان ښکېل کړي خو سعودي عرب فکر کوي چې کولی شي پاکستانی پوځ د کرايې پوځ په شان وکاروي.

د سعودي عرب او نورو عربي هيوادونو وروسته اوس امريکا هم دپلوماتيکي هڅې پېل کړي چې پاکستان د يمن په شخړه کې مستقېمي برخې اخستو ته رضا کړي. سعودي عرب له پاکستانه غوښتي وو چې د يمن د حوثي شيعه ياغيانو خلاف پوځي مرستې غوښتي وي خو قامي اسمبلۍ د يو قرارداد په منظورولو سره وويل چې دا مسله دې د مذاکراتو د لارې حل شي او پاکستاني پوځيان دي هلته نه ځي.

د راپورنو ترمخه ايران د شيعه حوثيانو ملاتړ کوي او سعودي عرب او ځيني نور عرب هيوادونه د يمن ليري کړل شوي ولسمشر عبد ربو منصور هادي ملګرتيا کوي.

پاکستان ته د سعودي عرب د مذهبي چارو وزير د تېرې هفتې تر سفر وروسته د سه شنبې په ورځ د امرېکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري هم د يمن په اړه له لومړي وزير نواز شريف سره په ټيليفون خبري کړي دي.

پر پاکستان د زېاتېدونکې دپلوماتيک فشار په اړه عبدالحی کاکړ په اسلام آباد کې مېشت د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخواني افسر، خالد منير سره مرکه کړېده او په سر کې يې ترې پوښتلې چې پاکستان به د دي فشار په وړاندې څه غبرګونه وښئ او آيا دي ته به غاړه کيږدي چې يمن ته پوځيان وليږي؟

دا مرکه دلته اوريدلی شئ.

"سعودي موږ د کرايې پوځيان بولي."
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG