له بلوچستان ایالته رارسیدلي راپورونه وايي تېره ورځ په تربت کې د وژلو شويو شلو تنو مزدورانو مړي پنجاب او سند صوبو کې د هغوی پلرنیو سیمو ته رسول شوي دي.
د جسدونو د لیږدولو نه وړاندې پرون په کوټه کې د وید جنازې ډله ایزه لمونځ اداکړی شو، چې پکې د دې صوبې وزیراعلا عبدالمالک بلوچ پشمول یو شمیر اعلا چارواکو ګډون وکړ.
په کویټه کې د مشال راډیو خبریال وايي دیارلس جسدونه پنجاب او اوه نور سند صوبې ته استول شوي دي. د دغو جسدونو سره د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر هم د یو پلاوي په مشرۍ ورغلی.
په داسې حال کې چې بلوچستان کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي او د نورو صوبو وګړي په وار وار دلته په ورته ډول وژل کیږي، خو ښاغلی زیارت وال وايي په بلوچستان کې امنیتي وضع ښه ده :
(( په بلوچستان کې د امنیت په حواله بهتري راغلې ده. خو دا ډول پېښې په مکمله توګه ختم شوي نه دي. موږ د داډول پېښو غندنه کوو. ))
هلته په کوټه کې پرون مازیګر د مزدورانو اتحادیې د دغو مزدورانو د وژنې خلاف مظاهره وکړه او دحکومت نه یې په دې لړ کې د چټکو امنیتي ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه. په دغه موقع د یادې اتحادیې مشر محمد رمضان اچکزي مشال رېډیو ته وویل:
(( موږ له ډیرو کلونو راهیسې د مزدورانو د حقونو لپاره غږ پورته کوو ، خو هیڅوک ورته غوږ نه ږدي. که خبره همداسې روانه وي، دلته به هیڅوک ژوند نشي کولی. د مزدورانو قاتلین نه نیول کیږي. ))
د خالي په ورځ د تربت په ګوګدان سیمه کې په وژل شوی مزدورانو کې د دیارلسو تنو تعلق د پنجاب رحیم یارخان سیمې او د اووه تنو تعلق د سند صوبې حېدر آباد سره وو.