د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: زده کوونکي د پولې په پورې غاړه کې له زده کړو راوګرځول شول


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې هغه سلګونو زده کوونکو ته يې په برمل او شکین ولسوالیو کې د زده کړو زمینه برابره کړه، چې تېر دیارلس کاله د زده کړو له پاره د پولې پورې غاړې ته تلل.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې هغه سلګونو زده کوونکو ته يې په برمل او شکین ولسوالیو کې د زده کړو زمینه برابره کړه، چې تېر دیارلس کاله د زده کړو له پاره د پولې پورې غاړې ته تلل.

دې زده کوونکو چې په هغه ځای کې د پاکستاني ښوونیز نصاب زده کړه کوله، په داخل کې دوی له پاره څلور بابه ښوونځي پرانیستل شول او عملاً يې په کې پر زده کړو پیل وکړ.

د یادو زده کوونکو شمېر چې اته سوه کسانو ته رسیده، هر سهار به د پولې پورې غاړې ته تلل او له زده کړو وروسته بیرته خپلو سیمو او کلیو ته راستنیدل.

د پکتيکا والي عبدالکريم متين وویل، چې دوی د دې مسلې د دقیقې څیړنې له پاره یادې سیمې ته د پوهنې رئیس په مشری پلاوی واستوه، هر کله چې دا خبره سمه ثابته شوه، نو هیات فوراً په دې سیمه کې هغه پخواني افغاني ښوونځي بیرته فعال او زده کوونکو ته يې د زده کړو او د ښوونکو د ګمارنې په ګډون ټول لازم شرایط برابر کړل:

((د برمل په ولسوالۍ کې زموږ سلګونه زده کوونکي به سهار تلل د پاکستان خاورې ته، د پاکستان نصاب، د پاکستان یونفورم او پاکستاني ملي سرود به يې وایه او هلته به يې زده کړې کولې، زموږ د پوهنې ریس برمل او شکین ته تشریف وړی وو، هلته په سلګونو دا زده کوونکي بېرته راوګرځیدل، هغه ښوونځي چې دوی ته پخوا جوړ شوي وو، بیرته ورته رغول شوي، اوس بیرته په خپل هېواد کې خپل تعلمي نصاب وايي، د افغانستان تاریخ وايي او په خپلو ملي ژبو زده کړې کوي.))

د پکتیکا والي د پوهنې یوه لویه ستونزه دا وبلله، چې ځني ښوونځي تش د کاغذ په مخ شته، خو عملاً وجود نه لري، ښوونکي هم د کاغذ پر مخ دي، چې معاشونه اخلي خو عملاً دوی د تدریس په ساحه کې نشته او په دې توګه د پوهنې په سکټور کې فساد کیږي.

دا هغه مسله ده، چې تر دې وروستیو د پکتیکا په ګاونډ خوست ولایت کې هم د یو شمېر کسانو له خوا راپورته شوې وه، خو د دې ولایت د پوهنې چارواکو دا خبره نه ده منلې.

د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وویل، چې دې زده کوونکو له پاره څلور بابه ښوونځي، چې لیسه، متوسطه او لومړني ښوونځي په کې دي فعال او اته سوه زده کوونکو په کې زده کړې پيل کړې:

((هغه زده کوونکي چې په دا تېرو دیارلسو کالونو کې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ څخه پاکستان خاورې ته اوښتل، پاکستانۍ نصاب او پاکستانۍ مکتب يې ویلو، د هغوی له پاره څلور بابه ښوونځي، چې لومړنۍ، منځنی او لیسه دي، ورته فعال کړل او د ښوونې روزنې اړوند ټول ملحقات قرطاسیه، کتابونه مو برابر او ښوونکي مو ورته وګمارل.))

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې د افغانستان اړوند په ځينو ښوونځيو کې پاکستانى نصاب تدريسېږي، خو ځايي مسوولینو او ځايي چارواکو دا راپورونه ناسم بللی وو.

XS
SM
MD
LG