د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستانيان به د چین په مرسته له یمنه رااېستل کېږي'


د پاکستان قامي هوايي کرښې يو چارواکي محمد رحمان مشال ريډيو ته وويل چې نن څلور نيمې بجې به د پي ای اې يوه خصوصي الوتکه جيبوټي ته ځي او هلته موجود پاکستانيان به خپل ملک ته راولي.

د پاکستان خارجه دفتر وايي چې په يمن کې دا مهال ٤٠٠ پاکستانيان ګير دي چې پکې به ٢٠٠ کسان نن له عدنه د چين د سمندري بېړیو په مټ رااېستل کېږي.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبرپانړه کې وويلې شويدي چې د يمن سرښار صنعا په شمول موکلا او عدن سيمو کې ٤٠٠ پاکستانيان د خراب حالاتو لوجې ګير دي دې لړ کې نن ٢٠٠ کسان به د عدن نه د چين د بحري جهاز په مرسته جيبوټي ته رسولې شي او د هغه ځايې نه به دا کسان د پي ای اې د يوې خصوصي الوتکې د لارې پاکستان ته راورسولي شي.

بلخوا د پاکستان قامي هوايي کرښې يو چارواکي محمد رحمان مشال ريډيو ته وويل چې نن څلور نيمې بجې به د پي ای اې يوه خصوصي الوتکه جيبوټي ته ځي او هلته موجود پاکستانيان به خپل ملک ته راولي.

د خارجه دفتر لخوا په جاري شوې خبرپانړه کې وويلې شويدي چې د زيارت په ورځ به د پاکستان یوه سمندري بېړۍ د يمن موکلا ښار ته ورسي او هلته موجود ١٥٠ پاکستانيان به کراچۍ ته راولي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د يمن په سرښار صنعا کې اوس هم له ٧٠ تر ٩٠ پورې پاکستانيان ګير دي او دوی له صنعا څخه یو بل ښار ته په تللو رضا نه دي نو د خراب حالاتو باوجود د ځانګړو الوتکو له لارې دا کسان ملک ته واپس راوستو لپاره منصوبه بندي روانه ده.

د يادونې ده چې د تيرې مياشتې په ٢٩ نيټه پاکستان حکومت د پي آئي اے د يوې خصوصي الوتکې د لارې٥٠٠ نه زيات پاکستانيان د يمن د صنعا ښار نه خپل ملک ته راوستې و.

دې ترڅنګه د پاکستان سرکاري ټيلي وژن وايي چې تيره ورځ د دفاع وزير خواجه آصف په مشرۍ کې سعودي عرب ته تلونکې د پاکستان يوې اعلې کچ ډلې د ياد ملک د دفاع وزير پرنس محمد بن سليمان سره ملاقات وکړوچې ورسره ي په يمن کې د حوثي اغيانو پرضد روانو کارروايانو پحقله خبرې وکړې.

سرکاري ټي وي زياتوي چې د پاکستان په سياسي او پوځي چارواکو مشتمله دا ډله به نن ملک ته راستنيږي او د سعودي مشرولۍ سره شوؤ ملاقاتونو پحقله به وزيراعظم نواز شريف ته راپور ورکوي.

بلخوا د پاکستان پيپلز پارټۍ شريک چيئرمين آصف علي ذرداري د اپوزيشن ګوندونو يوه غنډه نن په کې کراچۍ کې رابللې دې چې پکې به د ملک د موجوده حالاتو نه علاوه د يمن په صورتحال خبرې اترې کوي.

XS
SM
MD
LG