د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پنجشنبې پر شپه خواوشاه نهه بجې د خوست ولایت د تریزیو لسوالۍ بابرک تاڼې ته نږدې د کوچیانو پر کورونو توغندي لګیدلي او ملکي کسانو ته يې مرګ زوبه اړولې ده.

د پنجشنبې پر شپه خواوشاه نهه بجې د خوست ولایت د تریزیو لسوالۍ بابرک تاڼې ته نږدې د کوچیانو پر کورونو توغندي لګیدلي او ملکي کسانو ته يې مرګ زوبه اړولې ده.

د سېشنبې په ورځ د خوست د سرپرست والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې د خوست بابرک تاڼې سیمې ته د پولې د پورې غاړې څخه لس توغندي راغلي، چې له کبله يې پنځه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او لس نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړه، چې توغندي ټول په ملکي سیمو او د استوګنې پر کورنو لګيدلي دي، په دې پيښه کې درې کورونه هم ویجاړ شوي دي.

بل لوري ته د پيښې له سیمې د حاجې رمضان په نوم د کوچیانو یوه مشر مشال راډيو ته د تلیفون پر لیکه وویل، چې په دې پيښه کې درې ښځې وژل شوي او اته نور کسان چې ښځې او ماشومان دي ټپيان شوي دي.

حاجي رمضان زیاته، چې دا توغندي بیګاه شپه د پولې د پورې غاړې څخه د دوی سیمې لوري ته توغول شوي دي.

د خوست چارواکي وايي، چې د امنیتي کسانو له خوا د توغندیو په اړه څېړنې پیل شوي دي.

تریزیو ولسوالي د خوست شمال لویدیز لوري ته د قبایلي سیمې کورمې سره پر پوله پرته ده.

XS
SM
MD
LG