د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ولایتي شورا ځايي اداره په ظلم او فساد تورنه کړه


د خوست ولایتي شورا، ولسي جرګې او د بیلابیلو مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړو د یوې خبرې ناستې پرمهال د یاد ولایت ځايي اداره په ظلم او فساد تورنه کړه او د مرکزي حکومت او په خپله ولسمشر اشرف غني څخه يې غوښتنه وکړه، چې دا چارواکي دې له دندو ګوښه او د حساب له پاره دې عدلي او قضايي ادارو ته وروپيژني.

د خوست ولایتي شورا، ولسي جرګې او د بیلابیلو مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړو د یوې خبرې ناستې پرمهال د یاد ولایت ځايي اداره په ظلم او فساد تورنه کړه او د مرکزي حکومت او په خپله ولسمشر اشرف غني څخه يې غوښتنه وکړه، چې دا چارواکي دې له دندو ګوښه او د حساب له پاره دې عدلي او قضايي ادارو ته وروپيژني.

د سېشنبې په ورځ یادې خبري ناستې ته، چې د خوست د ولایتي شورا په ودانۍ کې جوړه شوې وه، د شورا یو تن غړي قمرالدین لکڼوال په خپلو پیلیزو خبرو کې ځايي اداره په اداري فساد، زورواکۍ، غلاء او د پرمختیايي پروژو د پلي کیدو پر وړاندې د خنډونو پر جوړونه تورنه کړه:

قمرالدین لکڼوال وویل، چې په خوست کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او د قانون منګولو ته پر فساد د ککړو اشخاصو ورپيژندنه يې د مهمو موخو څخه دي:

((په خوست ولایت کې اداري فساد، اختلاس، بیروکراسي، زورواکي، بې ځایه ځورونې، ډیکټاتوري او د انکشافي پروژو د مخنوي په خاطر نننۍ کنفرانس رابلل شوی دی، د ولایت له مشرتابه څخه نیولې بیا تر عادي مامور پورې چې په فساد کې لاس ولري، د دندو لیرې کول او د قانون منګولو ته د دوی سپارل زموږ د ولایتي شورا د کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.))

په ولایتي شورا کې د خبري ناستې ګډونوال د ولسي جرګې استازي کمال ناصر اصولي مرکزي حکومت او ولسمشر ته تر راتلونکې شنبې ورځې پورې وخت ورکړ، چې په خپله د حالاتو د کتنې له پاره خوست ته ورشي او یا دې د چارواکیو په ګوښه کیدو کې اقدام وکړي:

((تر راتلونکې شنبې ورځې مو د حکومت نه او د دولت د رئیس نه غوښتنه داده، چې په خپله خوست ته تشریف راوړي او یا د هماغه ځای څخه دا فاصد چارواکي، چې موږ وکیلانو د مختلفو وزیرصایبانو او په خپله د دولت رئیس سره مو شریک کړي دي، د هماغه اسناد پر بنسټ دغه ادارې ته تغیر ورکړي.))

دا چې په خوست کې په کومو برخو کې اداري فساد موجود دی، د ولسي جرګې یو بل تن استازي همایون همایون داسې په ډاګه کړل:

((فساد په قضاء کې دی، فساد په امنیت ملي کې دی، فساد په قومانداني دې امنیې کې ده، فساد په څارنوالی کې دی، خو البته ښه خلک هم شته، ښه خلک باید تقدیر شي او بد خلک باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.))

یو تن مدني فعال دلاروشاه وویل، چې په خوست کې شته ظلم او فساد نور د زغم وړ نه دی:

((دې ناخوالو او ستونزو ته خو والله پوۍ خلکو پر ځان تیل اچولي نه وي او ځان ته يې اور ور کړی نه وي، لکه هغه ظلم چې د خوست سره چې کیږي، د چا نه د دغې چارواکو او ددغې ادارې له خوا نه، داسې ظلم او فساد په خوست روان دی، چې هېڅ امکان يې نشته.))

بلخوا د خوست ځايي چارواکو دا تورونه بې ځایه وبلل او زیاته يې کړه، چې د خوست ادارې په وروستیو پنځو کالونو کې د اداري فساد د مخنیوي او پرمختیايي پروژو د پلي کیدنې له پاره پوره هڅې کړې دي.

د خوست د سرپرست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، چې ځايي اداره د فساد د مخنیوي اصل ته ژمنه ده او که څوک داسې څه ویني، باید دوی يې سره یې شریکه کړي:

((د خوست ولایتي اداره خپل ولس ته ډاډ ورکوي، که چیرې په هره حکومتي اداره کې ولس، په خپله همدا وکیل صایبان، مدني ټولنه د اداري فساد کومه پدیده وویني، دوی يې باید موږه سره د اسناد او شواهدو پر بنیاد شریکه کړي، ولایتي اداره به بې له ځنډه او بې له کوم سیاسي او یا بل ډول فشار څخه د هغې پر وړاندې د تېر په څېر قانوني اقدامات کوي.))

د خبري ناستې ګډونوالو ګواښ وکړ، که چیرې د مرکزي حکومت چارواکي د دوی غږ او غوښتنو ته غوږ ونه نیسي، نو دوی به په پراخو مدني حرکتونو او لاریونونو لاس پورې کړي او حتی د ښار په سړکونو او جادو کې به د اعتراض په ډول خیمې ولګوي.

XS
SM
MD
LG