د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د قضايي جرګګۍ لپاره د سياسي ګوندونو اعتماد اخلي


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په قضايي جرګګۍ»عدالتي کميشن« د مشاورت لپاره نن «د نهې ورځ» د پارلماني ګوندونو د غړو يوه غونډه رابللې ده.

د وزيراعظم هاوس يو چارواکي مشال ريډيو ته وويل چې وزيراعظم نواز شريف په ٢٠١٣ کال کې شوو ټولټاکنو کې د درغلیو تورونو پلټنو لپاره د قضايي جرګګۍپه جوړولو د ملک سياسي ګوندونه په اعتماد کې د اخیستو فيصله کړې ده او په نننۍ غونډه کې يې له اپوزيشن سره سره په حکومت کې شامل د ټولو ګوندونو پارلماني غړو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

د سپريم کورټ وګیلانو اتحادیې پخواني مشر او د قانوني چارو کارپوه قاضي انور له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د مسلم ليګ ن او پاکستان تحريک انصاف ګوندونو ترمينځه چې په کومو نکاتو د قضايي جرګګۍ«جوډيشل کميشن» په جوړولو اتفاق شوی دی نو وزيراعظم به پر هغو نکاتو نن «نهې ورځ» د سياسي ګوندونو غړي په اعتماد کې اخلي.

نوموړي زياته کړه چې د قضايي جرګګۍجوړولو لپاره به حکومت يو فرمان جاري کوي او له هغې ورستو به سپريم کورټ ته وايي چې دافرمان »آرډيننس» دې عملي کړي بيا د سپريم کورټ خوښه ده چې د پلټنو لپاره څه ډول جرګګۍ «بنچ» جوړوي.

بلخوا د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې د حکومت لخوا قضايي جرګګۍ جوړول يو ښه ګام دی او د دې کميشن له وجې به نه صرف د پاکستان مسلم ليګ ن او د پاکستان تحريک انصاف ترمينځه شخړې ختمې شي بلکې پاکستان تحريک انصاف به د پارلمان له غونډو پرېکون »بائيکاټ» هم پای ته ورسوي.

د پاکستان سرکاري ريډيو د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار له خولې وايي چې د عدالتي کميشن په لړ کې به په راتلونکیو يو څو ورځو کې د پاکستان تحريک انصاف سره مفاهمتي ياداښت لاسليک کړل شي او له هغې ورستو به بيا صدارتي فرمان هم جاري کړل شي.

XS
SM
MD
LG