د لاسرسي ځای

تازه خبر

جواس خان خوستی د آزادۍ راډیو د کال غوره شخصیت شو


جواس خان خوستی د ازادۍ راډيو د ۱۳۹۳ م لمريز کال غوره شخصیت وټاکل شو. نوموړی د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ورژلې د غرنۍ سیمې اوسیدونکی دی.

جواس خان خوستی د ازادۍ راډيو د ۱۳۹۳ م لمريز کال غوره شخصیت وټاکل شو. نوموړی د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ورژلې د غرنۍ سیمې اوسیدونکی دی.

جواس خان دنګ او نری ځوان دی او په کلي کې د بزګرۍ چارې پرمخ وړي.

د ده له خبرو څرګندیږي چې نوموړی هم د نورو افغانانو په څېر د خپل هېواد او خلکو د ابادۍ او هوساینې سخت هیله من او ارمانجن دی. د هغه هیله دا ده چې په هېواد کې يې جګړه ختمه شي او په دې جګړه ځپلي هېواد کې دایمي او سرتاسري سوله تامین شي.

نوموړی پر ولسواکۍ او د خلکو پر واکمنۍ باور لري او وايي چې د ظلم او زور واکداري له تباهیو او ستونزو پرته ولسونو ته د آبادۍ او خوشالۍ کوم ارمغان له ځانه سره نه لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د جوزا میاشتې د ټاکنو په شپه د ده اته کلنه لور((دريم ګله)) په حق ورسېده، خو هغه او کورنۍ يې د دې لپاره چې خلک د رايه اچونې څخه پاتې نه شي، د خپلې لور مړی په کور کې تر هغه پټ وساته چې د دوی په سیمه کې د رايو اچونې بهیر پای ته ورسېده.

د ده دا قرباني او احساس په افغانستان او پر ولسواکۍ باورمندې نړۍ کې ازانګې خورې کړې او د ده په دې همت او شجاعت يې افرین ووایه او دا يې د دې ثبوت وګاڼه چې افغانان نور د ټاکنو او مشروعو لارو د راغلو حکومتونو پلوي دي، نه د داسو دیکتارو رژیمونو چې د زور او ظلم له لارې د واک پر ګدۍ ناست وي.

آزادۍ راډیو سږ کال د افغانانو له منځه همدا په هيواد او ولس مین افغان ((جواس خان)) د ۱۳۹۳ م لمریز کال غوره شخصیت وټاکه.

XS
SM
MD
LG