د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له خېبر پښتو نخوا څخه افغان کډوال نه وباسو"


د خېبر پښتو نخوا اعلى وزير پرويز خټک افغان سفير ته ډاډ ورکړى چې تر دې وروسته به يې پوليس او نور امنيتي ارګانونه په دې ايالت کې مېشت افغان کډوال نه ځوروي او له زور زياتي به کار نه اخلي.

د خېبر پښتو نخوا اعلى وزير پرويز خټک افغان سفير ته ډاډ ورکړى چې تر دې وروسته به يې پوليس او نور امنيتي ارګانونه په دې ايالت کې مېشت افغان کډوال نه ځوروي او له زور زياتي به کار نه اخلي.

پرويز خټک دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په پېښور کې په پاکستان کې له افغان سفير جانان موسي سره د ليدنې پر مهال کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي چې دواړو خواوو په دغه ليدنه کې په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د وضعيت، د پاکستان او افغانستان د سولې جرګې پر بيا جوړولو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا، پاکستان ته د راتلونکيو افغان ناروغانو لپاره د اسانتياوو په برابرولو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.

اعلاميه کاږي چې پرويز خټک افغان پلاوي ته ډاډ ورکړى چې له دې ايالته به افغاان کډوال په زور نه ويستل کېږي؛ بلکې په عزت او درناوى خپل هېواد ته ستنېږي.

په پېښور کې افغان قونسل سيد محمد ابراهيم خېل چې په دغه ليدنه کې يې برخه لرله د ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل:

"موږ په درې نقطو باندې خبرې وکړې چې people to People, Parliament to Parliament, and establish،to establish چې په دې باندې دا زموږ تګ راتګ زيات شي؛ هغه پخوانۍ ناخوالې چې په زړونو کې دي هغه به ختمې شي او همکاريو مخه به زياته شي.

افغان مهاجرو باندې مو خبرې وکړې چې هغوى ته دلته مشکلات دي او افغان ټرانزيټ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يوه بله مهمه مساله ده چې په ٢٠١٠ م کال کې په دې اړه توافق شوى و؛ خو په سمه توګه نه تطبقېږي، نو په دې اړه هم خبرې وشوې."

نوموړى همداراز وايي، چې د خيبر پښتونخوا له ايالتي حکومته يې غوښتي چې په تورخم کې د افغان ناروغانو لپاره د اسانتيا لپاره يو ډيسک جوړ کړي؛ څو هغوى دلته په راتګ کې له ستونزو سره مخ نه شي چې دا به د دواړو خواوو لپاره ګټور ګام وي.

د پاکستان لپاره افغان سفير جانان موسى زي تر هغې وروسته پېښور ته سفر کړى او د دې ايالت له چارواکو سره يې وکتل چې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکيو وزير سيد حسين عالمي بلخي تيره اوونۍ اسلام اباد ته راغلى و او د پاکستان له مرکزي حکومت سره يې په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په ستونزو خبرې وکړې.

د دغه سفر پر مهال پاکستان، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (يو اين ايج سي آر) په دې خبرې تفاهم وکړ چې په هېواد کې مېشت ټول ناراجسټر افغان کډوال به راجسټر کېږي او هغوى به په زور نه ايستل کېږي.

که څه هم په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکيو او همداراز د افغانستان د کډوالو وزير پاکستان ته خپل سفر مهم بللى و خو د دې ترڅنګ سيد محمد ابراهيم خېل وايي چې دواړو غاړې بايد کړې ژمنې عملي کړي:

"موږ په دې باندې هم بحث وکړ چې پخوا هم ډېرې ژمنې شوي دي؛ اما عملي بڼه يې نه ده پيدا کړې. نو موږ اوس د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته چانس ورکوو، چې موږ ته عملي ګامونه پورته کړي، چې د خلکو اعتماد زيات شي. که دا هم د کاغذ په مخ پاتې کېږي، نو خداى ناخواسته د خلکو بې اعتمادي به نوره هم زياته شي، خو دوى موږ ته وعده راکړه، چې دا ژمنې به عملي کوي."

د سيد محمد ابراهيم خېل په وينا، دوى په دغه غونډه کې په خيبر پښتو نخوا کې د مېشتو ناراجستر شويو افغان کډوالو پر راجستر کولو هم سلا شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال په پاکستان کې نږدې ١٦ لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي، خو ددې ترڅنګ د پاکستان ادعا کوي، چې په پاکستان کې شاوخوا ١٢ لکه ناراجستر شوي کډوال هم دېره دي.

XS
SM
MD
LG