د لاسرسي ځای

تازه خبر

په موصل کې اسلامي دولت لرغوني تاریخي اثار وران کړل


د اسلامي دولت وسله وال د عراق په موصل کې لرغونې مجسمې ورانوي
د اسلامي دولت وسله وال د عراق په موصل کې لرغونې مجسمې ورانوي

په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې تېره اونۍ د موصل په مرکزي کتابتون کې تر یولک زیات کتابونه او تاریخي نسخې وسوځولې.

ګارډین ورځپاڼه وايي، د ویرانۍ او تخریب دې سترې څپې د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ورځپاڼې په حواله، د یونسکو مشرې "ایرینا بوکووا" د روانې میاشتې په پيل کې خبرداری ورکړی و چې ښايي پر سیمه د کتابونو او نورو تاریخي اثارو د تخریب داسې څپه راشي چې د بشریت په تاریخ کې یې ساری نه وي لیدل شوی.

میرمن بوکووا په موصل کې د موزیمونو؛ کتابتونو او پوهنتونونو د ویجاړېدو له امکانه شديده اندیښنه څرګنده کړې وه. دې ویلي ول چې د اسلامي دولت په نوم وسله وال په هغو سیمو کې چې تر کنټرول لاندې یې دي؛ د اقلیتونو کلتوري میراثونه له منځه وړي.

په عراق کې د نینوا الغد په نوم ټلویزیوني شبکې د دوشنبې په ورځ د موصل پر مرکزي کتابتون د حملې خبر ورکړ او ویې ویل چې وسله والو په دې کتابتون کې د عربي ورځپانو یو زوړ ارشیف چې د شلمې پيړۍ په پيل کې جوړ شوی و؛ زړې نقشې، لاسي خطونه او د عثمانیانو د وخت ډير پخواني اثار وسوځول.

د ګارډین په حواله، یو شمېر کسانو پر فیس بوک ویلي چې که څه هم کتابونه سوځول شوي؛ خو د کتابتون ودانۍ پرځای ده؛ خو دقیق معلومات نشته.

د دې ترڅنګ د پنجشنبې په ورځ یوه پينځه دقیقه یې ویډیو خپره شوه چې وسله وال کسان په کې څرګندیدل چې چکشونه/ څټک یې اخیستي او تاریخي مجسمې خرابوي.

ګارډین وايي، په دې موزیم کې د اشوریانو د زمانې یوه مجسمه هم وه چې تر میلادي مخکې؛ په نهمه پيړۍ پورې مربوطه وه او په تیروسل ګونو کلونو کې د موصل په موزیم کې ساتل کېده.

دا ویډیو اول پر ټویټر خپره شوې وه او اسلامي دولت په نوم وسله والو تبلیغاتي نښان ورباندې لګیدلی دی.

XS
SM
MD
LG