د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: نادرا په زرګونه جعلي شناختي کارډونه جاري کړي


په تیرا کې د نادرا دفتر
په تیرا کې د نادرا دفتر

د نادرا چيېرمېن په خبره چې په لاهور کې هم د يو يو لک روپو په بدل کې ٢٠٠ جعلي شناختې کارډونه جاري شوي دي

د شناختي کارډ قامي ادارې «نادرا» جوته کړې چې کارکوونکو یې په زرګونو جعلي شناختې کارډونه جاري کړي دي چې پکې يو شمېر کنګل «بلاک» کړل شوي دي او د ځېنو ککړو ملازمينو پر ضد کاروايي شوې ده او د ځېنو پر ضد لا روانه ده. دا خبره د نادرا چيېرمېن په اسلام آباد کې د کورنيو چارو وزارت لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ ته کړې ده.

په اسلام اباد کې د زيارت په مازيګر د کورنيو چارو وزارت لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ غونډه د چيېرمېن سېنېټر طلحه محمود په مشرۍ وشوه.

په غونډه کې په پاکستان کې د جعلي شناختي کارډونو جوړولو په معامله چې کله د سېنېټقایمه کمېټۍد نادرا له چيېرمېن عثمان مبينه وپوښتل نو نوموړي د دې خبرې انکشاف وکړ چې د پاکستان خفيه ايجنسۍ ای اېس ای په مرسته دوی ته مالومه شوې چې د نادرا اهلکارانو اويا زره يو سل يو شپيته غيرملکيانو ته شناختي کارډونه ورکړي دي چې پکې د افغانستان، عراق، تنزانيا، سوډان او بنګلادېش وګړي شامل دي.

د نادرا چيېرمېن په خبره چې په لاهور کې هم د يو يو لک روپو په بدل کې ٢٠٠ جعلي شناختې کارډونه جاري شوي دي

او په دې جرم نادرا د خپلو درې سوه دوه اويا ملازمينو پر ضد کاروايي سرته رسولې ده او دا سلسله لا هم روانه ده.

پر دې مهال عثمان مبين زياته کړه چې تر دوه زره پنځم کاله روستو د افغان کډوالو ٢٢ زره ٣٤٩ شناختي کارډونه کنګل «بلاک» کړل شوي دي او دا شان په څلور واړو صوبو کې د پنځوست زرو او يوسل لس شناختي کارډونو پلټنې روانې دي.

کله چې مشال راډيو په دې اړه د يادې کمېټۍله غړي سېنېټر شاهي سيده وپوښتل نو هغه وويل، چې دوی د نادرا چيېرمېن ته حکم ورکړی دی چې دا معامله زر ترزره هواره کړي ځکه چې دا ډېره حساسه معامله ده چې د يو ملک شهريت صرف په يو څو روپو خرڅول کيږي.

«د دې ملک شهريت يواځې په ٥٠ يا ٦٠ زره روپۍ پلورېږي، هر سړی راځي او په پيسو ورته شناختي کارډ ورکول کېږي نو موږ په دې باندې د نادرا له چيېرمېنه وپوښتل چې اخېر ولې دومره درغلي کېږي، نو هغه وويل چې دوی په دې لړ کې کاروايي پيل کړې ده. نو زه خپل ځاني وايم چې د نادرا کارګردګي ښه کولو لپاره بايد چې د څار نظام جوړ کړل شي او پکار ده چې اعلا چارواکي پخپله د نادرا نظام وڅاري. او پر دې موقع ما دا وويل، موناليزا چې د افغانستان اوسېدونکې شربت ګله ده هغې ته تاسو شهريت ورکړی دى او چاته دا نه ده مالومه چې دا څوک ده نو دا خو ستاسو حال دى چې اوس دنيا ستاسو په کارګردګۍ پسې خاندي. ګوره له ټولو مهمه خبره دا ده چې کوم د نادرا ملازمين دي، په هغو کې ډېری لنډمهالي یا عارضي دي نو اوس په دومره اهمه اداره کې چې د يو ملک شهريت ورکوي په دې کې په عارضي بنياد نوکري ورکول څه معنا لري؟ نو پکار ده چې حکومت د دې خلکو په ګمارلو کې دومره له احتياطه کار واخلي چې د غلطۍ ګنجایش پکې نه وې»

د نادرا د چيېرمېن په وينا چې د کومو ملازمينو پر ضد کاروايي شوې ده په هغو کې د ١١٤ د کویټې، ١١٠ د پنجاب له سرګودې ١١ د لاهور ٢١ د سکر او ٧٠ ملازمين د پېښور دي.

ياده دې وي چې په پيښور کې په ارمي پبليک اسکول له بريد وروستو وفاقي حکومت د شناختي کارډونو او موبایل سيمونو د تصديقېدو لړۍ پیل کړې ده او پر دې دوران دا مالومه شوه چې په لوی شمېر جعلي شناختې کارډونه جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG