د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ ضد جنګ به هرومرو ګټو'


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف وویل، د پېښور پر ښونځي له برید وروسته قامي ایکشن پلان جوړ شوی چې دا په شل مادو مشتمل دی، په دې کې دوې مادې په فوري توګه عملي شوې دي.

کراچۍ: د پاکستان وزیراعظم نوازشریف نن «ګل ورځ» په یوه ورځنۍ دوره کراچۍ ته رسیدلی دی. د پاکستان د سرکاري ټي وي پي ټي وي ترمخه لومړي وزیر نن ماسپښین په کراچۍ په پوځي مرکز کې د وسله وال پوځ له مشر راحېل شریف سره کتلي ، او په دې غونډه کې ورته جنرل راحیل شریف په کراچۍ کې د امن ټینګښت په اړه ویلي چې په دې ښار کې به د امن تر راتلو پورې هر ډول مرستې کوي.

له دې وروسته نوازشریف په ګورنر هاوس کراچۍ کې د ایپکس کمېټۍ د غونډې مشري وکړه، چې پکې د جنرل راحیل شریف ترڅنګ د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري هم ګډون وکړو. پر دې مهال ښاغلي شریف وویل:

«د پېښور پر ښونځي له حملې پس قامي ایکشن پلان جوړ شوی چې دا په شل مادو مشتمل دی، په دې کې دوې مادې په فوري توګه عملي شوې دي. دا پلان د ټولو ګوندونه په خوښه جوړ شوی دی، چې موخه یې د هېواد خوندي کول دي. ولس د قامي ایکشن پلان نتیجو ته سترګې په لار دی، او موږ به د ترهګرۍ ضد جنګ خامخا ګټو»

وزیراعظم وویل ایپکس کمیټۍ په ټولو صوبو کې اجلاسونه شورو کړي دي په ځېنو صوبو کې په دې عمل په تیزۍ سره کېږي او په ځینو صوبو کې په دې لړ کې نورې پاملرنې ته ضرورت دی.

وزیراعظم نوازشریف په خپله وینا کې د کراچۍ بلدیه ټاون کارخانې ذکر وکړ او زیاته یې کړه چې هغه یوه ډېره زړه بوږنکونکي پېښه وه: « د بلدیه ټاون کارخانه کې د اور لګېدو پیښې په اړه پلټنې روانې دي، دا ډېره سنجیده موضوع ده، دا چې دا پیښه څنګه رامنځته شوې ده په دې اړه له چیف سیکرېټري څخه نور مالومات اخلو»

د پاکستان سرکاري ټیليویژن د خبر له مخې په غونډه کې د قامي ایکشن پلان دجاج اخیستو ترڅنګ په سیند صوبه کې او پتېره بیا په کراچۍ کې د امن ټینګښت په اړه هم د سیاسي او انتظامي مشرانو سره خبرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG