د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: نهه لکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي


د ننګرهار سرپرست والي عطا الله لودین یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي
د ننګرهار سرپرست والي عطا الله لودین یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي

جلال اباد:- په ننګرهار کې د پوليو د مخنيوي په غرض ماشومانو ته د واکسینو د څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپاين پیل شو. په دغه کمپاين کې به په ختيځو ولایتونو کې تر نهه لکه پورې هغو ماشومانو ته واکسين تطبیقيږي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.

د پوليو په ضد د واکسينو درې ورځينې کمپاین د اتوار په ورځ پيل شو ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍. د کمپاين پرانسته د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاالله لودين يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو واکسينو په ورکولو سره وکړه. نوموړي په ولسونو غږ وکړ چې خپلو ماشومانو ته د واکسينو څاڅکې ورکړي او خپل اولادونه له معیوبيت څخه وژغوري. نوموړي وويل:


(( زما له خپلو ټولو ولسونو نه غوښتنه داده چې د خپلو اولادونو د کامل صحت لپاره په دغه پروګرام کې چې هر قسم کيږي، ځانونه شامل کړي او د خپلو اوږو پيټي ځان ته زیات نه کړي. زما د ټولو علمای کرامو نه هم دا غوښتنه ده چې د ممبر له لارې دې د واکسينو اهميت خلکو ته بيان کړي، د مسلحو مخالفينو نه غوښتنه دا ده چې که تاسو په دې مملکت کې د حکومت کولو اراده لرئ، نو مه د خلکو پول ورانوئ، مه يې سرک ورانوئ او مه يې ماشوم معیوب پریږدئ.))

د ننګرها رد عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجيب الله کاموال وايي چې په دغه کمپاين کې به تر نهه لکو پورې ماشومانو ته د واکسينو څاڅګي تطبیق شي.


(( په دغه کمپاين کې به په دغه حوزه کې په حدود د نهه لکه او شپږدیرش زره ماشومان د شپږ زرو تنو رضاکارانو لخوا ويکسین کيږي او د دريو ورځو لپاره به دوام کوي. پروګرام زموږ د ټولو ولسواليو لپاره دی، يوه ستونزه چې په غني خیلو کې رامنځته شوې، هلته موږ د کمپاین په شکل فعلاٌ واکسين نه شو، تطبیقولی، چې دیرش زره ماشومان به د ويکسینو له تطبیق نه پاتې کيږي. خو انشاالله موږ مطمین يو چې د والي صیب په همکارۍ به دا ستونزه په لنډ وخت کې حل شي.))

یاده دې وي چې په ۲۰۱۵ م کال کې د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د پوليو کومه نوې پيښه نه رامنځته شوې، خو په ۲۰۱۴ کال کې شپږ پيښې موجودې وې چې درې يې په ننګرهار، دوه يې په لغمان او يوه هغه يې په کونړ ولایت کې تثیبت شوې وه.

XS
SM
MD
LG