د لاسرسي ځای

تازه خبر

شریف و اوباما ته ویلي د هند غړیتوب نه مني


نواز شريف بارک اوباما ته وويل چې اسلام آباد د هند امنيت شورا د مستقل غړيتوب ترلاسه کولو هلو ځلو ځکه مخالفت کوي، چې هند د کشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراداد باندې عمل نه کوي.

پاکستاني وزيراعظم يو ځل بيا له امريکايي ولسمشر بارک اوباما سره په ټيليفوني خبروکې د هند هغو هلو ځلو مخالفت کړی دی چې غواړي د ملګرو ملتونو امنيت شوری مستقله غړيتوب ترلاسه کړي.

د پاکستان وزيراعظم له دفتره د زيارت ورځ خپورشوی بيان وايي چې امريکايي ولسمشر بارک اوباما نوازشريف ته ټيليفون وکړ او دواړه مشران تر نيم ساعت پورې د سيمې په ګډون پر دوه اړخيزه چارو وغږېدل.

بيان زياتوي، نواز شريف بارک اوباما ته وويل چې اسلام آباد د هند امنيت شورا د مستقل غړيتوب ترلاسه کولو هلو ځلو مخالفت کوي.

د دې دليل پاکستان دا ورکوي چې هند د کشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراداد باندې عمل نه کوي نو ځکه د دې ادارې د مستقل غړيتوب حق نلري.

دا په تېره يوه مياشت کې دویم ځل دی چې پاکستان د هند امنيت شورا د مستقل غړيتوب ترلاسه کولو د هڅو مخالفت کوي.

کله چې تېره مياشت ولسمشر بارک اوباما هند ته تللی وو نو وزيراعظم نرېندر مودي ته يې ډاډ ورکړ چې په دې لړ کي به واشنګټن د هند ملاتړ کوي.

خو د پاکستان پخواني ډپلوماټ ډاکټر همايون چې په هندوستان کې يې هم دنده ترسره کړې،وايي هند د مستقل غړيتوب ترلاسه کول به ځکه ګران کار وي چې په نړۍ کې نور هېوادونه هم شته چې دغه شان حيثيت غواړي.

خو هند بيا د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره خپل دليل لري. په نوي ډلي کي ميشت د سياسي چارو کارپوه کلديپ نير وايې که امنيت شوری نورو مستقله غړو هيوادونو ته وکتل شي نو هند هم ددغسي غړيتوب حق لري.

(هندوستان دومري لوی هيواد دی چې هيڅوک يې له پامه نشي غورزولای، په جنوبي آسيا کي يوازي هندوستان دی چې زيات اثر و نفوذ لري او يوه نوې نظريه ورکولاۍ شي او هغه نظريه د جمهوريت او عدم تشدد ده. پاکستان يې ځکه مخالفت کوي چې د امنيت شوری ډير لوی حيثيت وي او ويټو استعمالولو طاقت ورسره وي خو که بيا له بله اړخه ورته و کتل شي نو امنيت شوری ډيره غير متوازنه ده ځکه يو خواته هندوستان يو ووټ هم نلري او برتانيې او فرانس يې پوره پوره لري نو هم دا وجه ده چې بايد امنيت شوری له سره تنظيم او جوړه کړل شي.)

له هند پرته پاکستاني وزيراعظم او ولسمشر بارک اوباما د دوه اړخيزه چارو په ګډون د افغانستان په اړه هم خبري کړي.

بيان وايې چې ولسمشر اوباما د اسلام آباد او کابل ښه کيدونکي اړيکي او د پاکستان د ترهګری پر ضد ګامونه و ستايل.​

XS
SM
MD
LG