د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایساف کمانډر له پاکستاني لوی درستیز سره پر امنیت غږېدلی


د پروسږ کال »۲۰۱۴م» ډسېمبر مياشتې پر ١٦ نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول له حملې ورستو دايساف کمانډر جنرل جان کېمپبل د پاکستان دا دويمه دوره ده.

په افغانستان کې د ايساف کمانډر جنرل جان کېمپبل د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف سره د لیدو مهال پر خپلمنځيو چارو او پر سيمه ییز امنيت غږېدلي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په خپله خبرپاڼه کې وايي، دي چې نوموړي تېره ورځ «دوشنبه» په پنډۍ کې د پاکستان پوځ په سر دفتر «جي اېچ کيو» کې له جنرل راحيل شريف سره ملاقات وکړو چې پکې د پاکستان او افغانستان پر پولو د رابطو پر زياتولو ټینګا وشو.

د پروسږ کال »۲۰۱۴م» ډسېمبر مياشتې پر ١٦ نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول له حملې ورستو دايساف کمانډر جنرل جان کېمپبل د پاکستان دا دويمه دوره ده. د دې ترڅنګه د تېرې مياشتې په ١٢ نېټه د امريکا سينټ کام کمانډر جنرل ﻻيو اشټن او په ١٣ نېټه د امريکا بهرنو چارو وزير جان کېري هم له جنرل راحيل شريف سره په پنډۍ کې بېل بېل ملاقاتونه کړي ول.

د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيېر سيد نظير د امريکا سياسي او پوځي مشرانو د پاکستان سفر او خصوصا له جنرل راحيل شريف سره ملاقاتونو په باب وايي چې د پاکستان سياسي حکومت د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې ټول وزن د پوځ په تله کې اچولی دی چې ورسره د پاکستان په خارجه او دفاعي چارو کې د جي اېچ کيو وزن زيات شوی دی نو دغه وجه ده که د افغانستان ولسمشر اشرف غني صيب وي او که د سېنټ کام کمانډر جنرل لايو اشټن وي او يا که په افغانستان کې د ايساف مشر جنرل جان کېمپبل وي نو دوی د پاکستان سفر پرمهال د پوځ مشر جنرل راحيل شريف سره ضرور ملاقاتونه کوي.

د دفاعي چارو يو بل کارپوه بريګېډيېر محمود شاه وايي چې پاکستان د ترهګرۍ په باره کې خپله پاليسي بدله کړې ده او په دې لړ کې پاکستاني چارواکو د افغانستان حکومت او د ايساف کمانډر سره لیدلي چې له دې سره د پاکستان پر ضد کېدونکې پروپاګنډ کې هم تر ډېر کمی راغلی دی. له دې علاوه له افغانستان سره پر پوله رابطې زياتولو لړ کې د ايساف کمانډر دا دوره مهمه ده چې څنګه دواړه ملکونه په خپلمينځ کې همکاري زياته کړي چې ترهګرو ته ماتې ورکړل شي.

ياده دې وي د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف د تېرې مياشتې په ٢٥ نېټه په دوه ورځني سفر چين او په څوارلسمه نېټه په درې ورځني سفر انګلستان ته تللی و.

دا دې هم ياده وي چې د ۲۰۱۴م کال په نومبر مياشت کې جنرل راحيل شريف د دوه اونیو په دوره امريکا ته هم تللی و چې نوموړي د امريکا پوځي او سياسي مشرتابه سره ملاقاتونه کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG