د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت سکولونه د خطر سره مخ دي


فایل فوټو
فایل فوټو

د خیبر پښتونخوا لکي مروت ضلعې د پولیسو مشر اسماعیل کړک مشال راډیو ته ویلي په یاده سیمه کې د یو نیم سلو په خواو شا کې سکولونه داسې دي چې ودانۍ یې باندینی دیوال ( چار دیواري ) نه لري او د خیبر پښتونخوا د تعلیم له وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې ددغو سکولونو ودانۍ دې جوړې کړي.

نوموړی وايي د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید نه پس داسې ویره احساسیږي چې د لکي مروت په سکولونو د ترهګرو لخوا بریدونه ونه شي، او دلته خو به یې برید کول ځکه هم اسان وي چې د سکولونو ودانۍ چار دیواري نه لري.

د کرک ضلعې د پولیسو مشر اسماعیل کړک وايي د سکولونو د ودانیو د خراب حالت له کبله ځايي انتظامیه ، د ماشومانو او د سکول د استاذانو د امنیت په خوندي ساتلو کې په ستونزو کې ګیره ده.

د لکي مروت ضلعې اوسیدونکي هم اندېښنه لري چې ماشومان یې په داسې سکولونو کې زدکړه کوي چې ودانۍ یې د امنیت له پلوه سمې نه دي. یو ځايي اوسیدونکی لیاقت علي سیام وايي :

دلته په لسګونو سکولونه داسې دي چې چار دیواري نه لري، د مور او پلار سره دا غم تل مل وي چې وسله وال سکول ته داخل نه شي، چاودیدونکي مواد هلته ځای پر ځای نه کړي او ماشومانو باندې برید ونه کړي.

بل پلو د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي د ترهګرو لخوا ددې صوبې اکثره سکولونه تبا کړی شوي او بریدونه پرې شوي دي او دوی هڅه کوي چې ددغو سکولونو د امنیت د نیولو ترڅنګ د بیا ودانۍ لپاره یې هم لارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG