په پاکستان کې چارواکي وايي نن ( دیکشنبې په ورځ ) به په ټول ملک کې بریښنا بیرته فعاله شي.
په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال خبر راکوي چې تیره شپه په ملي بریښنا کوټ کې د ستونزې د راپېښېدو له کبله د اسلام اباد په ګډون د هیواد په اتیا سلنه برخه کې برېښنا پرې شوې وه او خلک د ستونزو سره مخ شوي وو.
د پاکستان د اوبو او د برېښنا وفاقي وزیر عابد شیر علي سرکاري تلویزونه سره په خبرو کې وویل :
(( د ترهګرو لخوا د ګډو نه سبي ته تلونکې د بریښنا د رسد لارې تبا کیدل ددې بحران اصلي لامل دی. د مرکزي رسد لارې د تباکیدو په وجه په ټول ملک کې د بجلۍ رسد ټکنی شو. ))
د یکشنبې په ورځ چارواکو وویل چې د بریښنا د رسد لارې بیا رغول شوي او په ځینو سیمو کې بریښنا بیرته فعاله شوې ده ، خو د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د مشال راډیو خبریالان وايي چې لا هم د ملک په اکثرو برخو کې بریښنا نشته او د خلک د ستونزو سره مخ دي.
په تیر یو میاشت کې دا درېم ځل دی چې د ملک په ملي بریښنا کوټ کې د ستونزې د راپېښېدو له امله خلک د بجلۍ د بحران سره مخ کیږي.
پاکستان چې ابادي یې مخ په زیاتیدو او د وسایلو کچه یې ټیټه ده ، خلک یې د بریښنا د کمبوت او پرچاوۍ نه شکایت لري.