د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:د چاودیدونکو توکو ډک موټر ونیول شو

د ننګرهار پوليسو په دوه جلا جلا پېښو کېپه زرګونو کیلو ګرامه امونيم نایتريټ نیولي دي. چارواکي وايي چې د نيول شويو موادو څخه د بمونو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي. د یادو موادو په تور يې درې تنه هم نيولي دي.

د ننګرهار امینه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد د شنبې پر ورځ خبریالانو ته وويل، د ننګرهار پوليسو په تېرو څلرويشت ساعتونو کې د بهسودو او مومند درې ولسوالۍ اړوند په زرګونه کيلو ګرامه امونيم نايتريت چې د بمونو په جوړولو کې ترينه کار اخيستل کېږي، نيولې دي. نوموړي وويل:

(( د تېرې جمعې پر ورځ زموږ د تروریزم په ضد پوليسو وکولای شول چې د د بلند غر په ساحه کې چې د بهسودو ولسوالۍ مربوط دی، په يوه مارکيټ کې ۲۳۸ بوجۍ امونيم نايټريټ چې ټول ۸۸۰۰ کيلو ګرامه چاودنکي توکي کيږي، له درې نفرو عاملينو سره نيولي دي. همدا رنګه زموږ د مومندرې ولسوالۍ پوليسو د چاودیدونکو توکو يو بار لارۍ چې ۸۴ بوجۍ امونيم نايټريټ او چاودیدونکي توکي په کې دي، نيولي چې د پېښې عامل تښتېدلی دی.))

جنرال شیرزاد زیاتوي چې په تيرو لسو مياشتو کې د ننګرهار پوليسو په زرګونه ميله وسلې، په ټونونو نشه يي او چاودونکي توکي نيولي او ګڼ شمير عاملين يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG