د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومت دې د ترهه ګرو ډلو نومونه خپاره کړي'


د وزير اعظم نوازشريف په مشرۍ د ترهه ګرۍ پر ضد د قامي ايکشن پلان غونډه کې پر ٩٥ هغه ډلو د بنديز لګولو فيصله شوې وه چې په څه نا څه ډول په ترهه ګرۍ ککړې دي.

د پاکستان سپريم کورټ حکومت ته حکم ورکړی دى چې د ناقانونه ګرځول شوو ډلو بشپړ نوملړ « فهرست» پر ويبپا‌ڼه خپور کړي او د هېوادګوټ ګوټ ته له رسولو سره سرهدې یې خپلو ګاونديو هېوادونو ته هم وسپاري.

د زيارت پر ورځ په اسلام اباد کې د جسټس جواد اېس خواجه په مشرۍ جوړې شوې قضايي جرګګۍ »بينچ»په هېواد کې د لاګو قوانینو د نه خپراوي «عدم طباعت» په لړ کې د مقدمې اوريدنې پر مهال وويل چې د کورینو چارو وزارت او د ترهه ګرۍ مخنيوي لپارهاداره نيکټا دې پر خپلو ويبپاڼو د ناقانونه ګرځول شوو ډلو بشپړ مالومات خپاره کړي او دا دې د پاکستان تر هر وګړي ورسوي او دا چې حکومت دې د ترهه ګرۍ ضد جنګسنجيده واخلي.

پر دې مهال جسټس جواد اېس خواجه زياته کړهچې ولس ته په ترهه ګرۍ کې د ککړو ډلو او د ترهه ګرۍ پر ضد د لاګو او پلي قوانینو علم نه وي نو د ترهه ګرۍ ضد جنګ به څنګه کېږي؟ او یا هم لږترلږه خبریالانو ته دې د ترهه ګرو تنظيمونو په باب کره مالومات ورکړل شي.

د سپريم کورټ پر دې پرېکړهپه پيښور کې د قانوني چارو شننونکی وکيل شهاب الدين له مشال راډيو سره په خبرو کېوویل، چې په پاکستان کې ډېری خلک نالوستي دي نو ځکه سپريم کورټ حکومت ته حکم ورکړی دی چې د ناقانونه ګرځول شوو ډلو په اړه خپل ولس اګاه او خبر کړي.

« زه وايم چې دا کار باید حکومت د سپريم کورټ له حکمه بغير کړى وی او ولس ځکه په دې خبرول پکار دی. په پاکستان کې خلک ډېری ډلوټپلو او تنظیمونو ته چندې ورکوي نو ولس خو باید په دغه ډلو خبر وي چې دا ډلې قانوني دي که ناقانونه ګرځول شوې دي.

د دوی پر ضد چې سبا عمليات کېږي نو بيا به موږ څنګه وايو چې دا يو قانوني عمل دى.ضروري ده چې نه يوازې دا بلکې د هر حکومتي حکم يو خبرپاڼه « نوټيفيکېشن» خپور شي، ځکه چې پخوا به څه حکومتي کار وشو نو د هغې به پوره پوره مالومات خپرېدل»

خبريال مشتاق يوسفزی هم د ستر عدالت «سپریم کورټ» پرېکړه تاییدوي او وايي، چې حکومت تهد وسله والو يا ناقانونه ګرځول شوو تنظيمونو په اړه مالومات په ډاګه کول ځکه ضروري دي چې يو خبریال هم باید مالومات ولري.نو يوا خوا به هغه د موجوده قانون مطابق په خپل خبر کې له احتياطه هم کار واخلي او دا شان به ولس ته هم کره او سم مالومات ورورسوي.

نوموړي زياته کړه «پر یو شمېر ډلو وړاندې هم بنديزونه لګول شوي ول خو بيا وروستو یې په بل نامه فعالیتونه پیل کړي او هغوی به چندې هم غونډولې او خپل تشهير به یې هم کولو او له دې وروستو حکومت ولاړو او له دغه ډلو سره یې مزاکرات پيل کړل، چې په اړه یې بیا حکومت رسنيو ته ويل له دوی سره خبرې نه کوئ، د دوی خبر به نه خپروئ، نو که حکومت غواړي چې سنجيده کارونه وکړي او بيا له رسنيو هم هيله ولري، چې له دغه خلکو سره رابطې و نه کړي او د هغوی بيانونه خپاره نه کړي نو لومړی باید خپله عمل ورباندې وکړي، چې دوی سنجيده دي نو پکار ده چې د ناقانونه تنظيمونو ګرځول شوو نومونه له رسنيو سره شريک کړي او ولس ته یې ورسوي او دغه رنګ چې د چندو لپارهکوم غټ غټ صندوقونه لګېدلي دي هغه هم لیرې کړي«

د ذکر ده چې په دې وروستيو کې د وزير اعظم نوازشريف په مشرۍ د ترهه ګرۍ پر ضد د قامي ايکشن پلان غونډه کې پر ٩٥ هغه ډلو د بنديز لګولو فيصله شوې وه چې په څه نا څه ډول په ترهه ګرۍ ککړې دي.

دا دې هم ياده وي چې پاکستان سپريم کورټ د يوويشتم ایني ترميم او د پوځي عدالتونو پر ضد درخواست اوريدنې لپاره منظور کړی چې د مشر قاضي«چيف جسټس» په مشرۍ به درې کسیزه قضايي جرګه ګۍ «بېنچ» جوړ شوی دی چې لومړۍ اورېدنه به یې د روانې مياشتې پر اتويشتمه نېټه کېږي.

XS
SM
MD
LG