افغان ولسمشر پرون (چارشنبه) په اشک اباد کې د ترکمنستان له ولسمشر سره د لیدو پر مهال پر یر لړ مختیایي پروژو خبرې کړې دې.
د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د ولسمشر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، اشرف غني د قربانګلي بیردي محمدوف سره د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګېس منصوبې په اړه عږیلي دی.
داراز یې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان تر منځ د ریلګاډي پټړۍ غځولو پر پروژه چې بل لور ته به له ترکمنستانه اذربایجان او جارجیا ته رسیږي، هم خبرې وکړې.
ولسمشر اشرف غني وویل دی غواړي چې د ترکمنستان ګېس او بجلي د افغانستان له لارې چین ته هم ورسول شي.
د ترکمنستان ولسمشر محمدوف بیا هیله څرګنده کړه چې سږکال به د دواړو هیوادو تر منځ تجارت دوه برابره شي.
په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ سوداګري تر یو ارب ډالره زیاته شوه.