د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د صوبو مرسته کوو'


د کورنیو چارو وفاقي وزیر چودري نثارعلی خان په قامي اېکشن پلان شوو پرمختګونو په اړه غونډې ته څرګندونې وکړې.

نن «چارشنبه» د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ تر قامي اېکشن پلان لاندې د ترهګرۍ ضد اوچت کړیو اقداماتو او د قامي اېکشن پلان له مخې د شوو پرمختګونو جاج واخیستل شو.

په څلور واړو صوبو کې د قامي اېکشن پلان پليکېدو «عملدرامد» په دې غونډه کې د څلور واړو صوبو اعلا وزیرانو، د خېبر پښتونخواګورنر، داخله او د اطلاعاتو وفاقي وزیرانو او د پوځ مشر جنرل راحیل شریف ګډون وکړو.

د کورنیو چارو وفاقي وزیر چودري نثارعلی خان په قامي اېکشن پلان شوو پرمختګونو په اړه غونډې ته څرګندونې وکړې.

د څلور واړو صوبو اعلا وزیرانو او چیف سیکرېټریانو هم په خپلو صوبو کې د قامي ایکشن پلان په پليکېدو له غونډې سره معلومات شریک کړل.

وزیراعظم نواز شریف غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ مخنیوي او په قامي ایکشن پلان عملدرامد لپاره څلور واړو صوبو ترمینځ د لا ډېر نژدو اړیکو اړتیا ده.

وزیراعظم دا باور هم ورکړو چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره به وفاقي حکومت د صوبو مرسته کوي.

وزیراعظم په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره په صوبو کې پوځي عدالتونه جوړ کړل شوي دي او تر یوې کړنلارې لاندې به یې صوبو ته ولېږي.

د وزیراعظم په وینا چې د پوځي عدالتونو لپاره د مقدمو جاج روان دی.

نوموړي وویل چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د ځانګړي پانګې »فنډ« ټاکلو سره به ټول اقدامات اخیستل کېږي.

وزیراعظم وویل، چې د قانون نافذونکو ادارووړتیا پیاوړې کول هم د حکومت په لومړیتوبونو کې راځي او په خبره یې د پولیسو څانګو کې به اهلکاران په قابلیت او روڼه طریقه اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG