د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر افغان خبریالانو تشدد زیات شوی"


د بشري حقونو څار نړیواله اداره په خپل تازه رپورټ کې وايي، افغان حکومت په دې کې پاتې راغلی چې خبریالانو ته د ګواښونو پېښو پلټنې وکړي او پړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د بشري حقونو څار نړیواله اداره په خپل تازه رپورټ کې وايي، افغان حکومت په دې کې پاتې راغلی چې خبریالانو ته د ګواښونو پېښو پلټنې وکړي او پړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

دا رپورټ ۴۸ پاڼې لري او پکې د افغان خبریالانو د وېرونې، د هغوی ځورونې او پر هغوی د حملو پېښې لیکل شوې دي. رپورټ وايي، د خبریالانو د ازادۍ د حفاظت نه کولو له کبله هغه کسان لا زړور شوي دي چې په افغانستان کې پر حکومت، ملي امنیتي ځواکونو او نورو ځواکمنو ادارو او کسانو د تنقید ځپلو ته ژمن دي.

د بشري حقونو څار ډلې رپورټ وايي، د وسله والو طالبانو فعالیتونو له کبله هم په خبریالانو کې وېره خپره ده ځکه چې وسله وال پر هغو خبریالانو حملې کوي چې خبرونه او رپورټونه یې د هغوی په حق کې نه وي.

د هیومن رایټس واچ د اسیا څانګې مرستیال مشر فېلېم کېن وايي، په افغانستان کې ((افغان چارواکو، جنګسالارانو او وسله والو خبریالانو ته ګواښونه کړي، پر هغوی یې حملې کړې، او له ۲۰۰۲ز کال راهیسې یې په لسګونه خبریالان وژلي دي.)) دی زیاتوي، دا هر څه د قانون او یا هم عدالت ته د وړاندې کېدو له وېرې پرته شوي دي، په بله مانا د عاملینو او ککړو کسانو پر ضد حکومت هېڅ اقدامات نه دي کړي.

رپورټ وايي، د دولتي او نادولتي کسانو له خوا د خبریالانو ګواښنې او پر هغوی د تشدد پېښې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ کورنۍ او نړیوالې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخوي. په افغانستان کې هم د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د ستونزو په اړه کارکوونکې ادارې ورته خبره کوي. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې نی په خپل وروستي رپورت کې ۲۰۱۴ز کال د خبریالانو لپاره تر ټولو متشدد کال وګرځاوه او ویې ویل چې د ۲۰۱۳ز کال پرتله تېر کال په افغانستان کې پر خبریالانو د تشدد پېښې ۶۴ فیصده زیاتې شوې.

د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې د ولسمشر اشرف غني له حکومته غوښتنه کړې چې د خپل انتخاباتي کیمپېن ژمنې پوره کړي او د بیان ازادۍ حق ساتنه وکړي.

د بشري حقونو څار ادارې ته شاوخوا ۳۰ خبریالانو، او د مطبعو او رسنیو مشرانو ویلي، دوی اکثر د ګواښونو او تاوتریخوالي له کبله خپل خبرونه، رپورټونه او مالومات سانسوروي.

رپورټ د پکتیکا د یوه خبریال خبره راخیستې چې د یوه رپورټ تر خپرولو وروسته تر والي پوښتنه کړې وه چې هغه رپورټ یې ولې خپور کړی؟ خبریال د نوم نه ښودو په شرط ویلي، والي دی وګواښه چې زنداني به یې کړي او دا چې هېڅ حق نه لري چې پر حکومت د انتقاد خبرونه او رپورټونه خپاره کړي.

هیومن رایټس واچ پر ولسمشر غني ټینګار کړی چې پر خبریالانو او رسنیو د هر ډول حملو غندنه وکړي او په سمدستي توګه د تاوتریخوالي د پېښو پلټنه او عاملین یې عدالت ته حاضر کړي.

XS
SM
MD
LG