د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست نوې ولایتي شورا خپل کار پیل کړ


نن د چهارشنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا غړو بالاخره په خپلو کې د یو تن سناتور او د اداري پلاوي د ټاکل کېدو پر سر د اختلافونه تر حلیدو وروسته خپله لومړنۍ کاري غونډه جوړه کړه.

نن د چهارشنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا غړو بالاخره په خپلو کې د یو تن سناتور او د اداري پلاوي د ټاکل کېدو پر سر د اختلافونه تر حلیدو وروسته خپله لومړنۍ کاري غونډه جوړه کړه.

د خوست د ولایتي شورا یو شمېر استازیو له دې کبله چې د دې اختلافونو په وجه د ولایتي شورا دروازه د خلکو پر وړاندې درې میاشتې تړلې پاتې شوه، د خوست د ټولو خلکو او قومونو څخه بخښنه وغوښته.

دوی وویل، چې تر دې وروسته د ولایتي شورا د غړو په منځ کې د اختلاف هيڅ خبره نه ده پاتې او دوی به په خپل ټول توان د قانون په رڼا کې نه یوازې د ځايي حکومتي ادارو د چارو څخه څارنه او نظارت وکړي، بلکې د خلکو د هیلو او غوښتنو سره سم به د دوی د ستونزو او غوښتنو په حلولو کې هلې ځلې ونه سپموي.

د خوست د ولایتي شورا استازي عبدالولي واحدزي مشال راډیو ته د موضوع په تړاو داسې وویل:

((د خوست د ولسونو نه باید معذرت وغواړو، هغه توقوعات چې دوی له موږه څخه درلودل په هغه کې یو څه پاتې راغلو او ستونزو یو څه دوام پیدا کړ، خو اوس هم د لوی خدای شکر اداء کوو، چې ټول وکیل صایبان په یو غږ تر یو چتر لاندې راټول شوي دي او په خپله څلور کلنه دوره کې به خپلې چارې پر مخ بیايي.))

د ولایتي شورا یو بل تن استازي مجیب الرحمن سلیم زوی وویل، دوی د ټولنې د یو شمېر مخورو شخصیتونو په هلو ځلو او منځګړیتوب خپل اختلافونه حل کړل.

سلیم زوی وویل، د ولایتي شورا د غړو تر منځ په ټاکنو کې لطیف ژوندی د لومړي سناتور، قدیم افغان د دویم سناتور، امیرالله زړه سواند د ولایتي شورا د رئیس، شکرالله بابکرخېل د مرستیال او جانمیر ځاځي د شورا د منشي په توګه ټاکل شوي دي:

((بخښنه د ټولو خوست میشتو قومونو نه، علماوو نه، د ځوانانو نه، د محصلینو نه په دې غواړو، چې زموږ د ولایتي شورا دراوزه د یو څه وخت له پاره بنده وه، بیا هم د ډېر شکر ځای دی، الحمدالله چې هغه مکشل پای ته ورسیدل، اول سناتور مو لطیف ژوندی او دویم سناتور مو قدیم افغان شو، همدارنګه د ولایتي شورا اداري پلاوی هم وټاکل شو.))

د خوست د ولایتي شورا نوي ټاکل شوي رئیس امیرالله زړه سواند هم وویل، چې په شورا کې د اختلاف ټول مسائیل حل شوي او دی فکر نه کوي، چې د ولایتي شورا غړي به یو ځل بیا په دوو بیلو، بیلو لارو روان شي:

((یو طرف قانوني انتخابات غوښتل، بل طرف د بعضو دلایلو پر اساس د انتخاباتو نه کناره ګیري او خودداري کړه او داسې یو حالت رامنځته شوی وو، خبره داده چې هغه بلې خوا د خپل مطلوب په ترلاسه کولو وتوانیدل، فلهذا د وکیلانو په منځ کې د تداوم د اختلافاتو یا عدم اعتماد مسله زه نه پیشبیني کوم.))

د یادونې وړ ده، د خوست د دې دورې ولایتي شورا پنځلس تنه غړي لري، چې درې تنه يې ښځې دي، ټاکل شوې، د سناتور تر ټاکنې وروسته به د خوست ولایتي شورا ته د نوماندانو له منځه هغه یو تن دې شورا ته لاره پیدا کړي، چې تر نورو يې رایې ډېرې وي.

XS
SM
MD
LG