د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي نور خپل پام خېبر پښتونخوا ته اړوي


عمران خان له خپلې مېرمنې ریحام حان سره
عمران خان له خپلې مېرمنې ریحام حان سره

عمران خان وايي، په خېبر پښتونخوا کې به د پوليس، صحت، څښلو پاکو اوبو، صفايي او بلدياتي نظام سره داسې بدلون راوړل شي چې د نورو صوبو لپاره به مثال وي.

د اتوار په ماښام اسلام اباد کې دهرنا کنونشن ته د وینا پر مهال د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي چې د څلور مياشتو دهرنو او احتجاج سره د پاکستان په خلکو کې د خپل حق لپاره د غږپورته کولو شعور بيداره شوی دی.

د ده په خبره تحريک انصاف اوس هم په خپل موقف ولاړ دی که ورته حق میلاو نشو او جوډېشل کمیشن جوړ نشو نو دوی به بيا په احتجاج لاس پورې کوي.

نوموړي په خپلو پلويانو او ګوندي غړو غږ وکړو چې د احتجاج لپاره دې تيار واوسي.

د خپلې وینا پر مهال عمران خان وویل «اوس به زياته پاملرنه خېبر پښتونخوا صوبې ته ورکوم او د دې د ترقۍ او ولس د خوشالۍ لپاره به زيات زور لګوم. ځکه چې د دې ځائې خلقو ماته ووټ راکړې»

د ده وېنا وه چې خېبر پښتونخوا کې به د پوليسو، صحت، څښلو پاکو اوبو، صفايي او بلدياتي نظام سره داسې بدلون راوړل شي چې د نورو صوبو لپاره به مثال وي.

عمران خان په خېبر پښتونخوا کې د يو ارب ونو او بوټو کرلو اعلان هم وکړو.

د مسلم ليګ ن په ګډون ځینو سياسي ګوندونو او شنونکود عمران خان بيان ستایلی دی.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د سياسي چارو کارپوه او ليکوال اېمل خټک وايي، دا ښه خبره ده چې له دومره مودې پس هم عمران خان خپلې صوبې ته توجه ورکړه. او که په ریښتيا هم دی د خپلې صوبې د ترقۍ او ولس د سوکالۍ لپاره عملي اقدامات وکړي نو له دې سره به د هغه سياسي قد نور هم لوړ شي او که تش په خبرو یې وخت تېر کړو نو راتلونکو کلونو کې به ورته هېڅوک هم ووټ ورنکړي.

دهرنې کنونشن ته په خپله وینا کې عمران خان د قبايلي سيمو په اړه وویل چې هلته امن راوستل د ځاي ولسپه لاسونو کې دی او تر څو چې له قبايلي ولس سره په دغه لړ کې سلا مشورې نه وي شوې تر هغو هلته امن نشي راتلی.

XS
SM
MD
LG