د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پښتني سیمو کې د وسله والو وژلو ادعاوې


شنونکي وایي، په کراچۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ ترسره کیدونکې نښتې په کراچۍ د مستقل امنیت لپاره ګټورې نه دي.

په کراچۍ ښار کې په دې ورستیو کې تقریبا هره ورځپه مبینه نښتو کې د وسله والو د وژنې او یا یې د نیولو رپورټونه خپرېږي.

پولیس چارواکي په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو، القاعده او نورو ناقانونه ډلو د غړو او مشرانو وژلو دعوې کوي.

په کراچۍ کې دغه نښتې زیاتره د دغه ښار په ختیزه او لوېدیزه ضلعو «پښتون میشتو سیمو« کې مخې ته راځي چې پکې زیاتره د قبایلي سیمو او په تېرهد شمالي وزیرستان اوسېدونکي مشکوک کسان په نښه کیږي.

د کراچۍ پولیس چارواکي وایي له وسله والو سره د دغو نښتو وروسته په کراچۍ کې د پولیسو ولوله او حوصله لوړه شوې ده او اوس هغوی د کراچۍ هرې برخې ته تللی شي.

د کراچۍ د پولیسو ویاند عتیق شېخ په دې اړه مشال راډیو ته وایي،

«له دې سره د پولیسو او رېنجر ځواک د سرتېرو ولوله لوړه شوې ده.په جرمونو کې هم کمی راغلی دی او په کراچۍ کې هره ورځ د فرقه ایز تاوتریخوالي په لړ کې په ترسره کېدونکو وژنو کې کموالی راغلی دی. پولیس اوس د کراچۍ هرې برخې ته ځي، ځینو سیمو ته چې پولیس ځي نو خپله پوره تیاري نیسي او که وسله وال پرې حمله وکړي نو په داسې حملو کې زیاتره وسله وال وژل کېږي او پولیس بریالی کېږي»

د کراچۍ پولیسو ویاند عتیق شېخ زیاتوي اوس هم د کراچۍ ښار په لیرې پرتو سیمو کې وسله وال شتون لري چې پر ضد یې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ چاپې وهي.

بل لور ته شنونکي وایي، په کراچۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ ترسره کیدونکې نښتې په کراچۍ د مستقل امنیت لپاره ګټورې نه دي. د سیاسي چاروه اختر بلوچ په دې اړه وایي

«په ټوله نړۍ د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښتې کېږي او دا ډول وژنې پکې مخې ته راځي خو د نړۍ او زموږ د پولیسو په مقابلو کې فرق دی، دلته ترسره کېدونکې یو شمېر وسله والو مقابلې تر پوښتنو لاندې دي، او دا ترې څرګندېږي چې مقابله اصلي نه وي او په مقابله کې وژل شوي کسان مخکې نیول شوي وي او بیا وروسته په مقابله کې وژل شوي ښودل کېږي»

اختر بلوچ زیاته کړه په کراچۍ کې د تلپاتې امن ټینګولو لپاره لازمه ده چې پولیس غیر سیاسي شي او په جرمونو کې د ککړو عناصرو پر ضد بې توپیره کاروایي وکړي.

یاده دې وي په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کاروکونکي تنظیم ایچ ار سي پي هم په کراچۍ کې له پولیسو سره په ډېریمبینه وسله والو نښتو اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG