د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په هېواد کې د ثبات لپاره افغان مشران باید له درو لارو یوه غوره کړي'


ډېپلوماټ مجلې د افغانستان د مشرتابه لپاره ځېنې لارې غوره کړې دي چې د هېواد د سوله ییزې راتلونکې لپاره پر عمل کولای شي.

د ۲۰۱۴ز کال په پای کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو امنیتي ځواکونو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه. د ۲۰۱۵ز کال د جنورۍ له لومړۍ په هغه هېواد کې ډېر کم بهرني سرتېري پاتې شول او نوی ماموریت یې پیل کړ. د افغان ملي امنیتي ځواکونو د سرتېرو روزنه او هغوی ته د مشورو ورکول د نوي نړیوال ماموریت دنده ده.

تر ۲۰۰۱ز کال وروسته، په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلي دي. په هغه هېواد کې اربونه ډالره لګول شوي چې له کبله یې د خلکو ژوند سطح لوړه شوې او په میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، روغتیايي اسانتیاو ته د طالبانو د واکمنۍ پرتله ډېر لاسرسی لري، افغانستان حکومت لري، پارلېمان لري، عدلیه لري، مدني ټولنه پکې فعاله ده او له ۱۴۰ د زیاتو هېوادونو سفارتونه پکې دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نه ول.

د طالبانو د واکمنۍ مودې پرتله اوس د افغانستان اقتصادي وده ۹،۲۵ فیصده ده او په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې سړي سر ګټه پکې له ۱۲۰ ډالره تر ۶۴۰ ډالره پورې رسېدلې ده. په هېواد کې د بې وزلۍ ختمولو لپاره اقدامات شوي دي او د غربت کچ د پخوا پرتله کم شوی دی.

خو پر دې هر څه سربېره، افغانستان له لویو ننګونو سره مخامخ دی. ډېپلوماټ مجله وايي، د دې ننګونو د مقابلې لپاره افغان مشران باید کورني ثبات او د ټولنې یووالي ته لومړیتوب ورکړي. نړیواله ټولنه او د افغانستان ګاونډیان به وېشل شوي، غریب او مات هېواد ته هېڅ کله په جدي سترګه و نه ګوري. نوی افغان حکومت باید لویه جرګه جوړه کړي او د ترهګرۍ، کورنۍ سولې او ثبات او د اقتصادي اصلاحاتو لپاره سلا مشوره وکړي او نوې کړنلار جوړه کړي.

ډېپلوماټ مجلې د افغانستان مشرتابه ته درې لارې غوره کړې دي چې په هغوی کې یوه انتخابولای شي او د هېواد راتلونکې ورباندې جوړولای شي.

لومړی، نوي افغان ولسمشر اشرف غني د خپلې دندې له پیل سره له امریکا او ناټو سره د دوه اړخیزه امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل. که افغانستان غواړي چې له امریکا او ناټو سره د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه پاتې شي نو باید جدي اقدامات وکړي. افغانستان به د دې ملګرتوب قیمت د وینې په تویولو او وسایلو په لګولو ادا کړي ځکه چې د سیمې پراکسي وسله والو ډلو په هغه هېواد کې خپلې حملې زیاتې کړي دي او دا بریدونه به تر هغو روان وي چې افغانستان د ترهګرۍ د اصلي وجوهاتو پر ضد سخت امنیتي او اقتصادي اقدامات نه وي اخیستي.

له افغانستان سره دویمه لار دا ده چې خپله راتلونکې د سیمې له هېوادونو او اسلامي نړۍ سره وتړي. افغانستان کولای شي چې د سیمې له هېوادونو سره د غوره ډېپلوماسۍ له لارې اړیکي پراخ کړي او د امریکا او ناټو له ستراتیژیک ملګرتوبه لاس واخلي. د دې دا مانا ده چې د ډېورنډ کرښې مسلې، په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیکې ژورتیا، په افغانستان کې د هند د ګټو ساتنې، د روسیو او منځنۍ اسیا سختدریځو پټنځایونو ختمولو، او د ایران او سعودي عرب د ګټو تر منځ د توازن له پیدا کولو سره په افغانستان کې سوله راشي. خو دا کار ځکه اسانه دی چې افغانستان باید خپله څو اړخیزه ډېپلوماسي په داسې شکل پر مخ بوځي چې د سیمې ټول هېوادونه ورباندې باور وکړي.

ډېپلوماټ مجله زیاتوي، له افغانستان سره درېیمه لار دا ده چې له چین، هند او روسیې سره اتحاد وکړي. یو شمېر ستراتیژي جوړوونکي او د نړیوالو اړیکو پوهان په دې اند دي چې د افغانستان راتلونکې له درې مهمو سیمه ییزو هېوادونو چین، هند او روسیې سره تړلې ده. د دې پوهانو په اند، دا درې هېوادونه باید یوه جوړ جاړي ته ورسېږي او د افغانستان امنیت او اقتصادي مسلو ته پاملرنه وکړي. خو ستونزه دا ده چې په یادو هېوادونو کې هر یو په افغانستان کې له یو بل مختلفې ګټې لري. البته درېواړه هېوادونه د افغانستان په اړه وخت په وخت له یو بل سره خبرې هم کوي او ښکاري داسې چې دا هېوادونه ښايي له افغانستان سره په پوځي او سیاسي ډول لویو مرستو ته تیار شي.

XS
SM
MD
LG