د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان جمهوریت، بشري او د ښځو حقونو ته کتنه


د ۲۰۱۴ز کال په پای کې نړیوالو ځواکونو د یوې غونډې له لارې په رسمي ډول خپل ۱۳ کلن جنګي ماموریت پای ته ورساوه. اوس د افغانستان د امنیت ټولې چارې له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره دي.

د ۲۰۱۴ز کال په پای کې نړیوالو ځواکونو د یوې غونډې له لارې په رسمي ډول خپل ۱۳ کلن جنګي ماموریت پای ته ورساوه. اوس د افغانستان د امنیت ټولې چارې له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره دي.

په ۲۰۰۱ز کال کې چې نړیوال اېتلاف په افغانستان کې د وسله والو او سختدریځۍ پر ضد جګړه پیل کړه، نو د بون د لومړي کنفرانس تر مخه یې هلته د بیا ودانۍ او بیا رغونې کارونه هم پیل کړل.

د جرمني د بون کنفرانس له پرېکړو سره سم، د افغانستان نوی اساسي قانون جوړ شو، د انتخاباتو له لارې ولسمشر او د پارلېمان غړي وټاکل شول او بېلا بېلې ادارې جوړې شوې، خو امنیتي ستونزې تر ننه هوارې نه شوې.

د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې موږ له امنیتي مسلو علاوه، د تېرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې څېړلې دي.

په خپرونه کې د سیاسي چارو پوه یونس فکور او د افغانستان د ښځو شبکې مشره حسینه ساپۍ زموږ مېلمانه دي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان جمهوریت، بشري او د ښځو حقونو ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG