د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیو او وزیرستانیو دیني عالمانو ترهګریز بریدونه وغندل


د خوست او وزیرستان د دیني عالمانو د ګډې ناستې او جرګې انځور
د خوست او وزیرستان د دیني عالمانو د ګډې ناستې او جرګې انځور

د شمالي وزیرستان یو لوی دیني عالم مولوي عبدالخالق غونډې ته وویل، چې نن د پوځ او طالبانو په جنګ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیږي.

د شمالي وزیرستان او خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د پکتیکا د یحیاخېلو د والیبال لوبې په یو ټورنمنټ کې ځانمرګی برید، د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې پر کلیو او کورونو د وسلوالوبریدونه همدارنګه د پېښور په یوه ښوونځي کې وروستۍ تروریستي حمله چې په کې لسګونو ولسيوګړو په ځانګړي ډول ماشومانو او تنکیو زلمیانو ته مرګژوبله واوښته په سختو ټکو کې وغندله.

دوی وویل، په وزیرستان کې هم هغه بریدونه چې په هغه کې ولسيوګړو، ماشومانو او تورسرو ته زیانونه واوښتول او له کبله يې خلک د خپلو کلیو او کورونو څخه کډه کولو ته اړ شول د غندنې وړ دي.

د وروستیو تروریستي بریدونو د غندنې جرګه
د وروستیو تروریستي بریدونو د غندنې جرګه

یاده غونډه چې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینو د ملي یووالي اسلامي شورا له خوا رابلل شوې وه، د غونډې تابیا کوونکي مولوي سردار ځدراڼ يې په اړه مشال راډیو ته داسې وویل:

((د شمالي وزیرستان دیني علماء کرام او قومي مشران همدا قسم د خوست ولایت دیني عالمانو او مجاهدینو په ګډه باندې هغه وروستي بریدونه په افغانستان کې لکه د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو پيښه، د کونړ او د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بې ګناه او مظلومو خلکو همدا ډول د خیبر پښتونخواه په زده کوونکیو باندې چې هغه بې ګناه وو او زده کوونکي وو، په هغو باندې بریدونه ترسره شول، په نننۍ غونډه کې دا ټول بریدونه په سختو ټکو کې وغندل شول.))

د شمالي وزیرستان یو لوی دیني عالم مولوي عبدالخالق غونډې ته وویل، چې نن د پوځ او طالبانو په جنګ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیږي.

ده وویل، چې جومات، کور، کلی، قوم او بازار باید د جنګ څخه لیرې وساتل شي:

((د ملکي خلکو څه ګناه کړې ده، حکومت او طالبان په خپلو کې سره په جنګ دي، طالبه ته کمانډر ته ورپورته شه، مزار يې وران کړه، ځکه ستا او د هغه جنګ دی، نن د بازار کوم ګناه ده، نن د قوم څه ګناه ده او نن د دې وړو بچیانو څه ګناه ده، نو په پای کې دا پيښې موږ غندو او مطلب دا چې تردید يې هم کوو.))

د خوست او وزیرستان قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو کې د یووالي لاسونه ورکړل
د خوست او وزیرستان قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو کې د یووالي لاسونه ورکړل

مولوي خان دراز داوړ په پکتیکا، کنړ او پيښور کې په وروستیو ترهګرزو بریدونو خواشیني وښوده، خو ترڅنګ يې وویل، چې د وزیرستان په ماشومانو او تور سریو هم باید بمبارونه ونه شي:

((دا پښتون قوم دهشتګرد نه دی، لکه دا وروستۍ خونړۍ پيښې چې کومې وشوې، لکه په پکتیکا کې په یو ټورنمنټ کې، په پيښور کې په ارمي پبلیک سکول باندې حمله، په دې ډېر خفه یو، خصوصاً د شمالي وزیرستان په وړو ماشومانو او زنانه وو باندې د حملو کول په سختو ټکو کې غندنه کوو، موږ په دې باندې خفه یو او مذمت يې کوو، لکه څرنګه چې دا د مذمت او غندنو وړ ده، همدارنګه د وزیرستان په ماشومانو باندې هم د حملو کول ډېره بده خبره ده.))

ډاکټر حیات خان محسود وویل، په ملکي هدفونو باندې ترهګریزو بریدونو کې بې ګناه خلک وژل کیږي:

((په دا راوروسته کې چې کومې پيښې وشوې، که په پکتیکا کې دي، که په کنړ کې دي، که د پيښور په ارمي سکول کې دي، دا ټولې د غندنې وړ دي، ځکه په دې کې بې ګناه انسانیت قتل کیږي، موږ په دې جرګه کې هم د دې پيښو په کلکو ټکو کې غندنه وکړه، او د اینده له پاره د دواړه دولتونو نه هم دا خواست کوو، او د هغه خلکو نه چې دا ډول عملونه کوي، چې د دا ډول پيښو په کلکه مخنیوی وکړي.))

د یادونې وړ ده په وروستیو څلویښتو ورځو کې د پکتیکا د یحیاخېلو او د پيښور په یو لومړني ښوونځي کې ترهګریزو بریدونو او د کنړ د دانګام ولسوالۍ په روانو جګړو کې لسګونه ماشومان، تنکي زلمیان او تور سرې وژل شوي او یو زیات شمېر کورنۍ د خپلو کلیو او کورونو پريښودو ته مجبورې شوې دي.

XS
SM
MD
LG