نن سهار د شمالي وزېرستان په دته خېل سیمه کې افغان پولې ته نږدې ډرون برید شپږ مشکوک وسله وال وژلي دي.
د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي، بې پايلټه الوتکو نن (شنبه) سهار وختي د ځايي طالبانو پر مرکز څلور توغندۍ توغولي دي چې په نتیجه کې يې د حافظ ګل بهادر او صادق نور ډلې سره تعلق لرونکي مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
دا په روانه میاشت کې په یاده سیمه کې دويم ډرون برید دی. د پاکستان په قبايلي سيمو کې په روان ۲۰۱۴م کال کې ټول ۱۹ ډرون بريدونه شوي چې ۱۷ يې په شمالي وزيرستان کې شوي دي.