د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماشومان مه وژنئ. د هندي ستورو غوښتنه


فلم ايکټر ريتيش دېشموک پر ټویټر ليکلي: »د انسانیت مرګ - نړۍ راپورته شه – دا د هغوی مسله نه ده، دا زموږ مسله ده، راځی چې يو شو»

په پيښور کې د دیسېمبر پر شپاړلسمه نېټه د وسله والو طالبانو خونړی بريد په ټوله نړۍ کې غبرګون راپارولی دی او د ښوونخي پېښه یې په سختو ټکو غندلې ده. که سياستدان دی، که د خېر ښېګړې او ټولنیزو چارو کارکونکي دي، ولسمشران دي او که فلمي ستوري هر چا دا ناوړه پېښه غندلې ده.

د هند فلمي ستورو پر خپلو ټویټرو د پېښور غمیزه په داسې ټکو کې بيان کړې.

Shah Rukh Khan @iamsrk · Dec 16

The soul is healed by being with children. Extreme anger & disgust for all those who took our children, our future, our healers away.

شاه رخ خان پر خپل ټویټرپاڼه ليکي « له ماشومانو سره روح ته تسکين ملاوېږي. سخت خواشینی او غوسه يم، پر هغو ټولو لعنت وایم چې زموږ ماشومان يې واخیستل، زموږ مستقبل يې واخیست او زموږ د روح تسکين يې واخیست»

Amitabh Bachchan @SrBachchan · Dec 16

T 1708 - My Blog : http://srbachchan.tumblr.com DAY 2436 ... the innocence of children silenced !

اميتاب بچن د وژل شويو ماشومانو لپاره يو بلاګ ليکلی چې عنوان يې د کوشنیانو معصومیت غلی کړل شو.

PRIYANKA @priyankachopra · Dec 16

Watching tv n can't stop crying.Cant believe how religion can be used for such a horrid act of violence.No God says it's ok to kill!N kids?!

پريیانکا چوپړه ليکي ((ټې وي ګورم او ژړه مې نه ودرېږي. هېڅ باور مې نه راځي چې د دغسې له ظلمه ډک تشدد دې د مذهب په نامه ترسره شي. خدای هېڅکله دا نه وايي، چې ماشومان وژنئ.

انوپم کير ترهګرو ته يو خط ليکلې چې پکې له بې حسۍ ډک او ناوړه عمل يې په سختو ټکو غندلی دی.

Anupam Kher @AnupamPkher · Dec 16

These are Butchers, Cowards & completely Inhuman to have killed innocent children in Pakistan. Nothing can be more TRAGIC than this. #SAD

انوپم کير پر ټویټر پاڼه ليکي «دا قصابان دي. دا بزدله دي او انسانان هم نه دي چې په پاکستان کې يې ماشومان ووژل. تر دې بله لویه غمیزه به څه وي.»

arjun rampal @rampalarjun · Dec 16

Oh God!! just saw the news from Pakistan.Why?What kind of inhuman behaviour is this?I do hope the world comes together for justice.

ارجن رام پال پر خپل ټویټر ليکي «اې خدایيه، دا اوس مې له پاکستان خبرونه واورېدل. ولې؟ دا څه ډول غيرانساني چلند دی. زه هيله لرم چې نړۍ به د انصاف لپاره رايوځای شي»

Aamir Khan @aamir_khan · Dec 16

Just heard about the innocent children being killed in Peshawar. I'm devastated...

عامر خان پر ټويټر پاڼه ليکي »اوس مې واوريدل چې په پېښور کې معصومه کوچنیان وژل شوي دي. سخت یې ولړځولم»

Arjun Kapoor @arjunk26 · Dec 16

Just reading about Peshawar never felt more helpless…my prayers with everyone in Peshawar all the children and parents…sad sad day

ارجن کپور پر خپل ټويټر پاڼه ليکي «د پېښور په اړه مې واوريدل، او تر دې زيات ناامېدۍ مې کله نه ده محسوسه کړې. زما دعاګانې په پيښور کې له هره یوه سره، له ټولو ماشومانو او مېندو پلرونو سره. ډېره غمجنه ورځ ده»

shruti haasan ✔ @shrutihaasan

Follow

disgusted and heartbroken-murder Is never justified and the killing of innocent children is just devastating #PeshawarAttack #cowards

3:26 PM - 16 Dec 2014

شورتي حسن بیا ليکي «له کرکې ډک او زړه ماتونکی- مرګ کله روا عمل نشي کېدای، او د بې ګناه ماشومانو وژنه ډېره لړځونکې پېښه ده»

Fawad Afzal Khan @_fawadakhan_

Follow

Killing innocent children is the worst form of brutality. Deeply saddened, my heart&prayers go out to the suffering families #Peshawarattack

2:45 PM - 16 Dec 2014

د پاکستان مشهور فلمي ايکټر فواد خان پر ټويټر ليکلي «د بې ګناه ماشومانو وژنه د بربريت تر ټولو کرغېړنه او بدرنګې څهره ده. سخت خپه يم او زما دعاګانې له ټولو کړېدلو کورنيو سره دي»

Javed Akhtar ✔ @Javedakhtarjadu

Follow

104 innocent children are killed by Talibans In Peshawar . A black day for humanity .

11:04 M - 16 Dec 2014

د هندي سينیما مشهور ليکوال او شاعر جاويد اختر ليکي: «په پېښور کې طالبانو يو سل څلور ماشومان ووژل. دا د انسانیت لپاره توره ورځ ده»

Farhan Akhtar ✔ @FarOutAkhtar

Follow

My heart has broken.. The world failed those children in Peshawar ... It's a sad sad day.

10:40 AM - 16 Dec 2014

فرحان اختر پر ټویټر ليکي: «زړه مې مات شو. د پېښور دې ماشومانو نړۍ ناکامه کړه. دا يو ډيره خپه کوونکې ورځ ده»

Dia Mirza ✔ @deespeak

Follow

My heart hurts. Humanity has not suffered a greater low than this.

10:59 AM - 16 Dec 2014

د هند فلمي اداکاره ديا مرزا پر ټویټر پاڼه ليکي: «زړه مې ودړدېلی. انسانيت کله هم دومره لاندې نه وو لوېدلی»

RichaChadha ✔ @RichaChadha_

Follow

Attacking school children for revenge is not Islam. That is cowardice. Hell awaits you, not jannat. #PakSchoolSiege #stopviolencenow

ریچا چډا پر خپل ټویټر لیکي: « د سکول پر ماشومانو بريد کول او بدله اخیستل اسلام نه دی. دا بزدلي ده. جنت نه جهنم مو انتظار کوي.

Hrithik Roshan ✔ @iHrithik

Follow

Just a thought I had –Atrocities in d world. We r not helpless. There’s something we all can do. D (cont) http://tl.gd/nhsbk9

11:06 AM – 16 Dec 2014

ريتک روشن پر ټویټر ليکي: »دا اوس مې خیال ته راغله چې نړۍ له ظلمه ډکه ده. موږ ناامېده نه يوو. موږ ټول څه نا څه کولی شو»

Karan Johar ✔ @karanjohar

Follow

The Peshawar killing is just heartbreaking...the death of humanity on every level....helplessness is the only feeling....

11:14 AM - 16 Dec 2014

د هند مشهور فلم ډایرېکټر کرن جوهر پر ټویټر ليکي: «د پېښور وژنه زړه ماتونکې ده، دا پر هره کچه د انسانيت مرګ دی، ناامېدي یوازنی احساس دی...

Riteish Deshmukh ✔ @Riteishd

Follow

Death of Humanity - Wake up World - it's not their issue -it's our issue - we need to stand up. #PeshawarAttack

11:19 M - 16 Dec 2014

فلم ايکټر ريتيش دېشموک پر ټویټر ليکلي: »د انسانیت مرګ - نړۍ راپورته شه – دا د هغوی مسله نه ده، دا زموږ مسله ده، راځی چې يو شو»

Sonakshi Sinha ✔ @sonakshisinha

Follow

Oh god! Whats happening in this world. Times like these make you question humanity. Everyone please pray for whats happening in #Peshawar.

11:23 AM – 16 Dec 2014

سوناکشي سینها ليکي: «او خدايیه ـ په نړۍ کې څه روان دي. دغه ډول پېښې مو د انسانيت په اړه پوښتني راپورته کوي. له ټولو خواست کو چې د پېښور غمژنو ته دعا وکړی»

Vivek Oberoi ✔ @vivek_oberoi

Follow

Killing innocent unarmed school children? This is not war, this is not #jihad, this is not #Islam ! This is purely inhuman! #PeshawarAttack

11:31 AM - 16 Dec 2014

ويوک اوبرای پر ټویټر ليکي: «په سکول کې معصومه بې وسلو ماشومان وژل؟ دا جنګ نه دی. دا جهاد نه دی. دا اسلام نه دی. دا څرګند وحشت دی»

Bipasha Basu ✔ @bipsluvurself

Follow

Inhuman act by killing innocent children . When will all this end? How will all this ever end? What makes these ppl into such monsters?

1:37 PM – 16 Dec 2014

بيپاشا باسو پر خپل ټویټر لیکي: «د معصومو کوشنیانو وژنه غیرانساني عمل دی. دا ټول به کله ختمېږي. دا ټول به کله د تل لپاره نابود شي. دا څه دي چې له دوی یې بلاګانې جوړې کړې دي«

Akshay Kumar ✔ @akshaykumar

Follow

Feeling numb hearing about d terrorist attack on innocent children in #Peshawar! May God give strength to the victims families. RIP humanity

1:03 PM - 16 Dec 2014

اکشې کمار پر خپل ټویټر پاڼه ليکي: »په پيښور کې د ترهګرو لخوا د معصومه کوشنیانو وژني ګنګس کړی يم. خدای دې غمژنو کورنیو ته همت ورکړي»

XS
SM
MD
LG