د لاسرسي ځای

تازه خبر

'چې له خلکو پېښور ناورین هېر شي ریاست به هم غلی شي'


پېښور ناورین پر ضد کراچۍ کې لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:49 0:00

پېښور ناورین پر ضد کراچۍ کې لاریون

خبریال توصیف احمد خان وايي څو ورځو تېرېدو پس چې د ولس له دې پېښو پام واوړي نو امنیتي ادارې هم د وسله والو پر ضد کاروایي پرېږدي.

د پنجشنبې ماښام د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د مدني ټولنو استازو، د بشري حقونو نماینده ګانو او د ژوند نورو برخو سره تعلق لرونکو نارینه و، ښځو او ماشومانو په پېښور په ارمي پبلیک سکول کې د وسله وطالبانو د خونړۍ برید پر ضد مظاهرې وکړې.

مظاهرینو په پاکستان کې د تشدد پېښو پر ضد نارې ووهلې، او د پیښې د قربانیانو په یاد کې یې ډیوې بلې کړې، د هغوی پر مټو تورې پټۍ تړلی وې او د ماشومانو د وژنې په ضد یې شعارونه ورکول.

په مظاهره کې شریک د بشري حقونو د ډلې غړي او مشر خبریال توصیف احمد خان مشال ریډیو ته وویل، د پېښور پېښه چې څومره وغندل شي کمه ده، او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې له وروستي ناورین وروسته اوس پکار ده چې د ترهګرو پر ضد کاروايي تېزه کړل شي. دی زیاتوي چې د څو ورځو تېرېدو پس چې د ولس له دې پېښو پام واوړي نو امنیتي ادارې هم د وسله والو پر ضد کاروایي پرېږدي.

«تر ورځو د حکومت رویه بدله شي او د وسله والو پر ضد عملیات وکړي خو د خلکو پام بدلېدو سره دوی دې لور ته شا کړي او همدا وجه چې د دومره خلکو د وژنې باوجود په پاکستان کې ترهګري ختمه نه شوه. مخکې هم داسې بریدونه شوي دي او ریاستي ادارو په لمړي سر کې د خلکو قهر سړولو په موخه خپل عملیات تیز کړي خو روسته یې بیا دغه عملیات د ښو او نا ښو په نوم پرېښودي دي»

توصیف احمد خانزیاتوي، ترهګري د پاکستان ولس ته ورپېښه لویه ستونزه ده ، خو د دې لپاره باید ادارې خپل اساسي منشور کې بدلونونه راولي او د ځپلو لپاره یې سنجیده ګامونه واخلي.

«دا یو سوچ دی او د دې سوچ بدلولو په موخه باید هغه ادارې چې بنیادونه او نارې یې په جهاد او یا نورو ورته مفکورو ولاړ دي په هغوی کې بدلون ته اړتیا ده. په پښتونخوا کې په دې ورستیو کې د سکول له نصابه ځینې داسې مواد خارج شو چې منځلاري یې خوروله او داسې مواد پکې شامل شول چې دغه سوچ ته قوه ورکوي، ترڅو چې د یو شمېر ادارو اساسونه نه وي بدل شوي، دا مشکله ده چې له پاکستانه دې تندلاریتوب او ترهګري ختمه شي»

ډاکټر توصیف احمد خان وايي،د زور په کارولو د اورپکۍ سوچ ته زیان اړول د دې ستونزې لنډمهاله حل کیدلی شي خو د دې ستونزې د مستقل حل لپاره باید اوسنۍ تګلارې په مکلمه توګه بدلې شي او داسې پالیسانې وضع شي چې د سکولونو او مدرسو له نصابه نیولې د دې ستونزې د پیدا کیدو ټولو اسبابو ته پکې سنجیده پاملرنه شوي وي.

XS
SM
MD
LG